Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت د تلاسمیا ناروغانو لپاره له خلکو د وینو هدیه کولوغوښتنه کړې

عامې روغتیا وزارت د تلاسمیا ناروغانو لپاره له خلکو د وینو هدیه کولوغوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/27

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک آمرغوښتنه کړې چې د روژې میاشتې تر پیل مخکې دې خلک د ناروغانو لپاره وینه هدیه کړي.

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند د هر انسان لپاره د وینې ورکړه ګټوره بولي او پرځوانانو یې غږ کړی چې د نورو هېوادوالو په ژوند ژغورولو کې خپل انساني او افغاني مسوولیت اداء کړي.

د عامې ورغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي: « قدرمنو هېوادوالو! دا چې د روژې میاشت په را رسېدو ده، زموږ ډېری هغه ناورغان چې عاجل ناروغان دي یا د تلاسمیا پر ناروغۍ اخته ماشومان دي، د روژې په میاشت کې د وینې له کمښت سره مخ کېږي. ډېر کله د روژې په میاشت کې د وینې په بانکونو کې د عاجلو تلاسمیا ناروغانو لپاره د وینې کمښت وي، په دغسې حالاتو کې زموږ له ځوانانو او هېوادوالو هیله دا ده چې له ورژې وړاندې د وینې نږدې بانکونو ته ورشي او خپله وینه هدیه کړي. د دې لپاره چې د خپل یوه هېوادوال ژوند مو ژغورلی وي، مناسبه ده چې د وینې مرکزي یا ولایتي بانکونو ته لاړ شو او خپله وینه اهداء کړو، ترڅو وکولی شو د خپلو اړمنو هېوادوالو ژوند وژغورو.»

له بلې خوا، د ننګرهار حوزوي روغتون د وینې بانک مسوول ډاکټر نورزاد همت هم پر هېوادوالو غږ کړی چې د روژې له پيل وړاندې خپله وینه اهداء او د اړمنو هېوادوالو ژوند وژغوري.

همت زیاته کړې:« زه له ټولو ځوانانو، هېوادوالو او هغو کسانو چې د وینې ورکولو په شرایطو برابر دي غوښتنه کوم چې د وینې له کمښت سره مخامخ ناروغانو، په تلاسمیا اخته ماشومانو او هغو مېندو سره د مرستې لپاره وینه ورکړي چې د زیږون پرمهال یا هم له زیږون وروسته وینې ته اړتیا پیدا کوي. که څوک له روژې وړاندې د وینې ورکولو فرصت نه لري، کولی شي له روژه ماتي وروسته هم وینه ورکړي. زموږ د وینې بانکونه هرځای فعال دي.»

همدارنګه د وینې ملي بانک مسوول سیف الرحمان پښتون وايي،هر څوک چې روغتیا ولري او د وینې ورکولو جوګه وي، کولی شي په مرکز او ولایتونو کې د وینې بانګ ته مراجعه وکړي او خپله وینه اهداء کړي.

پښتون زیاتوي:« زما له ټولو ځوانانو او هغو کسانو چې کولی شي وینه ورکړي غوښتنه دا ده چې باید په کابل او ولایتونو کې د وینې مرکزي او فرعي بانکونو ته مراجعه وکړي او خپله وینه دې اهدا کړي. د وینې ملي بانک خدمات په ۳۴ ولایتونو کې ۲۴ ساعته خدمتونه لري.»

د وینې ملي بانک مسوول پر هغو کسانو چې وینې ته اړتیا لري هم غږ کوي چې د اړتیا پرمهال د وینې مرکزي بانک او نورو څانګو ته مراجعه وکړي او په وړیا توګه وینه ترلاسه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist