Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتيا وزارت په ۱۹ ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسينو کمپاين پيل کړ

عامې روغتيا وزارت په ۱۹ ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسينو کمپاين پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/22

عامې روغتيا وزارت د دوشنبې په ورځ په ۱۹ ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسينو درېيم فرعي کمپاين پيل کړ.

د دې وزارت مسوولین وايي، ياد کمپاين به په کابل، ميدان وردګ، باميان، دایکندي، ننګرها، لغمان، کونړ، نورستان، پکتيا، خورست، پکتيکا، غزني، کندهار، زابل، ارزوګان، هلمند، هرات، کندوز او بلخ ولایتونو کې د څلورو ورځو لپاره دوام وکړي او په پایله کې به یې ۷.۳ میلیونه له پنځو کالو کوچنيو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين څاڅکي ورکړل شي.

د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان وايي: « نن د دوشنبې ورځ د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې چې ۱۸۷ ولسوالۍ په بر کې نیسي، د پولیو واکسین درېیم فرعي کمپاین پیل شو. یاد کمپاین چې د څلورو ورځو لپاره به ادامه ولري، د ۷.۳ میلیونو په شاوخوا کې له پنځو کالو کوچنيو ماشومانو ته به د پولیو واکسین تطبیق شي. له قومي مخورو، علمای کرامو او د سیمې له با نفوذه اشاخصو مو هیله ده چې په سیمه کې زموږ له واکسیناتورانو سره مرستندویه اوسي. د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د ټولو واقایوي تدابیرو په عملي کولو، له ساري ناروغیو سره مبارزه وکړي. په همدې اساس، د پولیو واکسین په تطبیق سره موږ غواړو چې افغانستان کې د پولیو له ناروغۍ څخه مخنیوی وکړو.»       

عامې روغتيا وزارت له قومي مشرانو او با نفوذه کسانو غواړي چې د ګوزڼ ضد پيل شوي کمپاين د تطبيق لپاره له واکسيناتورانو او روغتيايي کارکوونکو سره همکاري وکړي.

عام خلک بيا د واکسين د تطبيق ترڅنګ د ګوزڼ په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو د پلي کېدو او دغه راز له روغتيايي کارکوونکو سره په دې برخه کې د همکاريو غوښتنه کوي.

د ننګرهار اوسېدونکی امیرالله وايي: « له حکومت غواړم او خواهش لرم چې راشي او د عامه پوهاوي لپاره خپل کسان مؤظف کړي او هغه خلک پوه کړي چې د پولیو په مقصد او مانا نه پوهېږي. ځکه د پولیو واکسین زموږ ماشومان له فلج ژغوري.»

د ننګرهار اوسېدونکی زر جان وايي: « باید خلک له دې کمپاین سره مرسته وکړي او خپل ماشومان په وخت او زمان سره ور ورسوي.»

ډاکټران بيا په دې باور دي چې تازه پيل شوی کمپاين د ګوزڼ په اړه د عامه پوهاوي لپاره کافي نه دی او د لا زياتو او پراخو کمپاينونو د تطبيق غوښتنه کوي.

 د دوی په خبره، ګوزڼ ساري ناروغي ده او د مخنيوي لپاره يې باید تدابېر په ګوته شي.

ډاکټر عبدالرازق احمدزی وايي:« پولیو یوه ساري او وژونکې ناروغي ده چې له یوه شخص بل شخص ته په اسانۍ سره انتقالېږي. د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره موږ کولی شو چې د واکسینونو په وسیله ځانونه خوندي کړو. د دې ناروغۍ نښې عبارت له تبې، سردرد، کانکې، نس ناستي او په ځینو برخو کې د بدن د یوه غړي فلج او فعالیت نه کېدل یې نښې دي. دا ناروغي کولی شي له یوه شخص بل شخص ته د بدن د افرازاتو او غایطه موادو له لارې انتقال شي.»

د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، دا مهال افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې ګوزڼ په کې په بشپړه توګه نه دی محوه شوی.

که څه هم سرپرست حکومت د ګوزڼ د مخنيوي هڅې کوي، خو د پن په نوم يوه نړيوال روغتيايي سازمان موندلې چې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په جريان کې په افغانستان کې ۴ او پاکستان کې هم ۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي
روغتیا

د خوړو نړیوال پروګرام: نږدې پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

مې 13, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: هانټا ویروس جدي اندېښنه نه ده، خو بې خطره هم نه دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: هانټا ویروس جدي اندېښنه نه ده، خو بې خطره هم نه دی

مې 12, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist