Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شریف: ننګرهار کې د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون جوړېږي

شریف: ننګرهار کې د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/08

د ننګرهار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د یوه داسې مجهز روغتون د جوړېدو غوښتنه کوي، چې په کې پر سرطان د اخته ناروغانو درملنه وشي.

د دوی په خبره بهرنیو هېوادونو د سرطان درملنې لپاره د تګ توان نه لري او پر دې سربېره د وېزو او پاسپورټونو په برخه کې هم وخت نا وخت ستونزې وي، چې له امله یې ډېری ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ننګرهار ولایت یو تن اوسېدونکی خان محمد وايي:« مخکې به یې ټوکنې ورکولې، اوس هغه ټوکن هم بند شوي او پاکستان ته تګ لویه ستونزه ده، نو که د سرطان ناروغۍ لپاره ننګرهار کې روغتون جوړ شي، د خلکو لپاره به ډېرې اسانتیاوې وي، درملنه به یې په اسانۍ سره کېږي، ځکه چې خلک ډېر غریب دي، نه د پاسپورټ او نه د وېزو وس لري، ټوکن هم بند دي.»

د ننګرهار ولایت یو بل اوسېدونکی ستانکزی بیا وايي:« خلک غریب دي، ستونزې زیاتې دي، نه شي کولی بهر ته ولاړ شي. نو که درملنه یې دلته وشي، ډېره به ښه وي.»  

په ورته وخت کې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د سرطاني ناروغانو د درملنې په موخه په راتلونکي کې د ۵۰  بستریز روغتون د جوړېدو خبر ورکوي.

دوی وايي، د عامې روغتیا وزارت لخوا دغه روغتون منظور شوی او په خبره يې ورته د ځای له تثبيت وروسته به يې عملي کارونه پيل شي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین الله شریف وايي:« وزارت تشکیل رالېږلی، د ننګرهار ولایت لپاره  ۵۰ بستره تشکیل منظور شوی. موږ اوس مهال په دې اړه هڅه کوو، چې د دې لپاره ځای پیدا کړو، هم موږ او د وزارت له لوري هڅه روانه ده، چې دې ته موږ تعمیر پیدا کړو، وسایل پیدا کړو، تاسو ته مالومه، چې دا قیمتي وسایل غواړي. انشاء الله دا کار منظور شوی، خدای مهربانه دی، چې په لنډ وخت کې به دا کار بشپړ شي.»  

دا په داسی حال کې ده، چې اوس مهال افغانان د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره له هېواد بهر ځي، چې هم په ډېره اندازه لګښت ترې کېږي او هم د تګ راتګ پرمهال د وېزو او پاسپورټونو برخه کې له ستونزو سره مخ وي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 18, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist