Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شرافت زمان: هېواد کې د ګاز نیونې پېښې د تېر کال پرتله زیاتې شوې

شرافت زمان: هېواد کې د ګاز نیونې پېښې د تېر کال پرتله زیاتې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/12

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، د ژمې له پیل راهيسې تر اوسه پورې د هېواد پر کچه د ګاز نيونې له امله ۸۹۴ تنه روغتيايي مرکزونو ته ور وړل شوې چې له دې ډلې ۲۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

شرافت زیاتوي چې په مړو شويو کسانو کې ۱۵ تنه نارينه او ۹  ښځې شاملې دي.

هغه په دې اړه وايي: « په ۱۴۰۳ هجري شمسي کال کې د ټول هېواد پر کچه زموږ روغتیايي مرکزونو ته د ۸۹۴ تنو په شاوخوا کې هغه هېوادوال راوړل شوي چې د ګاز نیولې له امله مسموم شوي وو. د تېر کال په پرتله، سږ کال د ګاز نیونې واقعات څه زیات دي او بدبختانه زموږ ۲۴ تنو هېواد والو له دې امله ژوند له لاسه ورکړی. له ټولو هېوادوالو مو غوښتنه هم دا ده چې د ګازي بخاریو د کارولو پرمهال له احتیاطي تدابیرو کار واخلي. هغه احتیاطي تدابیر چې د عامې روغتیا وزارت له لوري او همدارنګه د نورو ادارو له خوا له ولسونو سره شریک کېږي، له خلکو مو غوښتنه ده چې دا تدابیر عملي کړي، ترڅو دوی او د دوی کورنۍ خوندي پاتې شي.»

روغتیا وزارت دغه شمېرې د ټول هېواد پر کچه یادوي او سپارښتنه کوي چې د ګازي بخاریو د استعمال پرمهال دې له احتیاط کار واخیستل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist