Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/07

د عامې روغتیا وزیر افغانستان ته د روغتیا نړیوال سازمان له راغلي پلاوي سره کتلي. د دې وزارت د چارواکو په خبره، نور جلال جلالي په دې لیدنه کې د هېواد له روغتیايي سکټور سره نړیوالې مرستې مهمې بللې او د صحي سکټور د ځان بسیاینې لپاره یې د تخنیکي او مالي ملاتړ غوښتنه کړې.

نوموړي په دې برخه کې نړیواله همکاري نه یوازې د روغتيايي خدمتونو د پیاوړتیا بلکې د وژونکو ناروغیو د کنټرول لپاره هم اغېزناکه ګڼلې.

نورجلال جلالي زیاته کړې: « موږ د خودکفا روغتیايي سیسټم لپاره کار کوو او هیله لرو چې زموږ نړیوال همکاران په دې برخه کې زموږ تخنیکي او مالي ملاتړ وکړي، ترڅو موږ خپل هدف ته ورسېږو.»

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر له مقابل لوري غوښتي چې د حمایه شویو پروژو له لارې دې افغانستان کې  د تولید شویو درملو ګټه واخلي. د هغه په خبره، له دې سره به د وارداتي درملو کچه کمه او د کورنیو درملو د کیفیت کچه به لوړه شي او هم به خلکو ته کاري فرصتونه ایجاد شي.

جلالي دغه راز ویلي، عامې روغتیا وزارت د نړیوالو مرستو په مټ بریالی شوی چې میلیونونه افغانانو ته د ګوزڼ(پولیو)، شري(سرخکان) او تورې ټوخلې په څېر ژوند ګواښوونکو ناروغیو اخته ناروغانو ته پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

عامې روغتیا وزیر زیاته کړې، له پولیو سره مبارزه او له منځه وړل د عامې روغتیا وزارت هدف ګرځېدلی.

نور جلال جلالي په دې اړه وايي: « یو پیاوړی او اغېزناک روغتیايي سیسټم د ناروغیو د کنټرول او محو کولو اړوند موخو ترلاسه کولو لپاره اساسي بنسټ جوړوي. د پولیو له منځه وړلو پروګرام د همدې موخې یو مثال دی. د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت له پولیو سره د مبارزې په برخه کې قوي تعهد لري او هڅه کوي چې په خپل ټول توان سره دا ناروغۍ له افغانستانه محو کړو.»

په ورته مهال، ډاکټران هم د درملو ترڅنګ په هېواد کې د صحی مرکزونو او روغتونونو او د پېچلو معایناتو او عملیاتو لپاره د تخنیکي وسایلو او ماشین الاتو کمښت ته په کتو، په دې برخه کې نړیواله همکاري حیاتي ګڼي.

د دوی په باور، شته ستونزو او ننګونو ته رسېدنه کولی شي افغان ناروغان د درملنې په موخه بهر ته له تګ او د پانګې له وتلو را وګرځوي.

داکټر عبدالرازق احمدزی وايي: « که نړیوال له موږ سره د روغتونونو جوړولو، تجهیز او هغو ناروغیو د درملنې په برخه کې مرسته وکړي چې د درملنې لپاره یې زموږ هېوادوال نورو هېوادونو ته ځي، زه باور لرم چې زموږ روغتیايي سیسټم به په خپلو پښو ودرېږي.»   

همدارنګه، عامې روغتیا وزارت وايي په پام کې لري چې د ابتدايي او ثانوي متوازن روغتیايي انکشاف په موخه، د هرې ولسوالۍ په کچه روغتون او روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشرې حنان بلخي د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د نړیوالو مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او د همغږۍ د زیاتېدو په صورت کې یې تر راتلونکي یوه کاله د پولیو له منځه وړلو هیله څرګنده کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist