Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان : د افغانستان روغتیایي سیستم تر فشار لاندې دی

روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیايي سکتور ژغورلو لپاره له خپلومتحدینو سره پر ګډه کار کوو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/03

د روغتیا نړیوال سازمان، د ماشوماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسف، قطر او د افغانستان استازو د راتلونکو دوو کلونو لپاره د افغانستان روغتیایي سکتور پر لومړیتوبونو درې ورځنی کنفرانس جوړ کړی و چې وړمه  ورځ پای ته ورسېد. 

د قطر پلازمینې دوحې په کوربتوب په دې کنفرانس کې پر هغو لارو چارو خبرې وشوې،چې پر بنسټ یې د افغانستان روغتیا سکتور پیاوړی شي او راتلونکې کې د ماشومانو او ښځو د مړینې مخه ونیول شي او یا یې هم کچه راټیټه شي.

په یاد کنفرانس کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي احمد المنداري وویل،له خپلو متحدینو سره پر ګډه کار کوي،تر څو د افغانستان روغتیا سکتور وژغوري.

هغه زیاته کړه:«موږ د افغانستان روغتایي سکتور ته پېښېدونکو لویو ګواښونو په تړاو خورا اندیښمن یو. کورونا،خوارځواکي، شری او اسهالات هغه ناروغۍ دي،چې د افغانستان روغتیا سکتور ګواښي. روغتیا سازمان ژمن دی،چې د افغانستان خلکو لپاره به خپلو ژوند ژغورونکو هڅو ته دوام ورکوي.» 

یاد کنفرانس کې د یونیسف استازي بیا ویلي،که څه هم په وروستیو کلونو کې ځینې پرمختګونه شوي،خو لا هم هر کال زرګونه ښځې د داسې نارغیو له امله مري،چې د درملنې وړ دي.

جیورج ادجي د افغان ماشومانو په اړه هم اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

ادجي زیاته کړې:«موږ باید د افغانستان ښځو او ماشومانو لپاره روغتیایي او تغذیوي سیسټم پیاوړی کړو. هر کال زرګونه ماشومان د درملنې وړ ناروغیو له امله مړه کیږي. د ماشومانو برخه کې زموږ د متحدینو اقدامات د ستایلو دي،خو لا هم د ماشومانو روغتیا او تغذیې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.» 

د افغانستان په تړاو د دې کنفرانس په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي،که نړېوال همدا اوس لاس پر کار نه شي ښایي،د افغانستان روغتیا برخې تیرې شل کلنې لاسته راوړنې هم له لاسه لاړې شي.

د مالوماتو له مخې،په  افغانستان کې ۲۵ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړمن  دي، په داسې حال کې چې څه باندې ۱۸میلیونه نور بیا بېړنیو درمنلو ته اړتیا لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist