Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روغتیاپالان: کندهار کې د هوا سړېدو له امله ګڼ ماشومان پر موسمي ناروغیو اخته شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/25

د کندهار د مېروېس حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګي مشر ډاکتر محمد صديق وايي، ناروغان د سړې هوا له امله په سينه بغل او نورو ناروغيو اخته شوې، چې شمېر يې تر دوه سوه اوړي.

صديق زیاته کړه:« د ماشومانو په واټ کې  له زموږ سره په بېلابېلو ناروغۍ اخته ماشومان بستر دي، خوارځواکي او تنفسي ناروغۍ یې لویه برخه جوړوي.»

د کندهار په ميروېس روغتون کې د موسمي ناروغۍ له امله د بستر شوو ماشومانو د کورنۍ غړي بیا وایي، ماشومان یې د کمې پاملرنې او پر وخت نه درملنې  له امله په سينه بغل او نورو ګواښوونکو ناروغيو اخته شوي دي.

د یوه ناروغ پيوازه عاليه وايي:«زموږ پر ماشوم لومړی د شري ناروغي حمله وکړه. له هغه وروسته مو ډېرو ډاکټرانو ته یووړ، خو نتیجه یې نه ده ورکړې، اوس مو دلته میرویس روغتون ته راوستی دی، نن یې درېيمه ورځ ده، چې دلته بستر دی.»

د کندهار د مېروېس روغتون د ماشومانو څانګي مشر  ډاکټر محمد صدیق د موسمي ناروغيو څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره د روغتيایي سپارښتونو د عملي غوښتنه کوي.

صديق زیاتوي:« د هوا په سړېدو سره زموږ توصیه خلکو ته دا ده،چې کوښښ وکړي، د سهار او مازیګر هوا کې چې ډېره یخه وي، د خپلو ماشومانو ساتنه وکړي، یعني په خونو کې دې یې وساتي.»

د هوا ککړتیا، وچ کالي،کافي خوړو نشتوالی، ککړې اوبه، د تازه میوو نه خوړل او د ماشومان د حفظ الصحیې په برخه کې د کورنیو کمه پاملرنه روغتياپالان په موسمي ناروغيو د اخته کېدو ستر لاملونه يادوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist