Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/05

د هلمند د واشېر ولسوالۍ د ښوراب پوځي اډې ته څېرمه، د هرات ـ کندهار پر لویه لار د روغتیايي خدمتونو نه شتون له امله، ډېری وخت د ټرافیکي پېښو ټپیان او عاجل ناروغان روغتون ته تر رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د همدې ستونزې د هواري په موخه، د ۲۱۵ عزم قول اردو له خوا پر یاده لاره یو ۲۰ بستریز روغتون جوړ او ګټه اخستنې ته وسپارل شو.

د دې قول اردو مسوولان وايي، روغتون په اړینو طبي تجهیزاتو، امبولانسونو او مسلکي روغتیايي پرسونل سمبال دی چې د خلکو لپاره به ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونه چمتو کوي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان محمد ایوب خالد وايي: « د دې لپاره چې په ټکرونو کې د ژوبلو شویو کسانو خدمت وشي او دا چې له دلارام تر ګرېشک پورې سیمو خلکو روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه درلود، موږ دا روغتون جوړ کړ.»

د روغتون مسوولین وایي،  په دې مرکز کې اووه ډوله روغتیايي خدمات وړاندې کېږي چې د ښځینه ناروغانو لپاره ځانګړې څانګه هم په کې فعاله ده او د ښځینه ډاکټرانو له خوا به یې چارې پر مخ وړل کېږي.

د روغتون رییس نعمت الله امین وايي: « موږ د لویې لارې پر غاړه دا شل بستریز روغتون جوړ کړ چې تاسو ولیدل نن مو یې پرانسته وکړه. په دې روغتون کې د الټراسونډ، لابراتوار، اېکسرې او نور خدمات وړاندې کېږي. همدارنګه، له موږ سره په دې روغتون کې ښځينه ټيم هم شته چې دوی به د ښځینه ناروغانو او ټپیانو درملنه کوي.»

په همدې حال کې د هرات ـ کندهار پر لویه لار موټرچلوونکي او ځايي اوسېدونکي د دې روغتون جوړېدل د ټرافیکي پېښو د قربانیانو او نورو بېړنیو ناروغانو لپاره مهمه روغتیايي لاسته راوړنه بولي، خو ټینګار کوي چې د لویې لارې په نورو برخو کې  دې هم ورته مرکزونو جوړ شي.

د سیمې اوسېدونکی عبدالجامي وايي: « په دې سیمه کې د یوه روغتیايي مرکز شتوالی ډېر اړین و؛ ځکه په دې سیمه کې هېڅ روغتون او کلینیک نه شته. کله به چې موږ ته عاجل ناروغ پېښ شو، تر ولایت پورې به یې یا ساه ورکړه او یا به د کوما حالت ته لاړ.»

د سیمې بل اوسېدونکی عبدالرحیم وايي: « دا ډېر مهم کار وشو. کله چې په دې لاره ټرافیکي پېښه کېده، نږدې روغتون او کلینیک نه و چې خلک ټپیان ور ولېږدوي، ټپي به ساه ورکړه. اوس به انشاالله څوک نه تلف کېږي.»

د ا روغتون په داسې حال کې ګټه اخستنې ته سپارل کېږي چې د هرات ـ کندهار پر لویه لار هر کال لسګونه ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي او تمه ده چې یاد روغتیايي مرکز به د ټپیانو پر وخت درملنې او د مرګ ژوبلې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist