عرفان الله سباوون چې ننګرهار کې د یوه خصوصي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاذ دی وايي، د شپږو میاشتو په موده کې بریالی شوی چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ داسې یو پر مختللی سیسټم جوړ کړي چې کولی شي د دوه ثانیو په موده کې د پوستکي د سالم او خبیث سرطان تشخیص وکړي.
د پوهنتون استاد عرفان الله سباوون وايي: « د دې ماشین د کار طریقه داسې چې ډاکټر او ناروغ به دواړه انځور په ډرموسکوپ اخلي، دا یو ډیوایس دی چې په روغتونونو کې شته او کولی شي چې د انسان انځور زوم کړي، پيډياېف یا پياېنجي فارمټ جوړ کړي. دا جوړ شوی فارمټ بیا موږ دې نوي جوړ شوي ماشین ته ورکوو او ماشین موږ ته راښيي چې زموږ ناروغ څه ډول سرطان لري.»
سباوون زیاتوي، د دې سیسټم جوړولو لپاره یې مالي ملاتړ د پوهنتون ادارې له خوا شوی. د نوموړي په خبره، که حکومت یې ملاتړ وکړي، داسې پر مختللي وسیلې هم جوړولی شي چې د سږو او سینې سرطانونه هم تشخیص کړي.
سباوون په دې اړه وايي: « که حکومت زما ملاتړ وکړي، کولی شم د سږو د سرطان تشخیصولو او دغه راز د سینو سرطان لپاره هم ماشین جوړ کړم. یانې په ټوله کې زه کولی شم داسې ماشینونه جوړ کړم چې د هر ډول سرطان ناروغۍ تشخیص کړي.»
د ننګرهار ولایتي مسوولان د دې سیسټم ایجاد په طبي برخه کې بې ساري هڅه بولي او خوښيي څرګندوي چې د دې نوښت سره د پوستکي سرطان د تشخیص پروسه ډېره اسانه کړې ده.
د ننګرهار ولایت فرهنګي چارو سلاکار سمیع الله سمون وايي: « د سرطان په اړه چې په اېآی باندې کومه څېړنه شوې وه، اوس وخت ورته دلته ډېره اړتیا ده. ولایتي اداره د دې ډول هڅو ملاتړ کوي. موږ هیله لرو چې له دې پروژې د صحت په برخه کې ښه ګټه واخستل شي.»
باید یاده شي چې مصنوعي ځیرکتیا اوس د طب په برخه کې هم د کارونې نوې لارې پرانستې دي.
باور دا دی چې که د دا ډول هڅو ملاتړ وشي، نو ژر به د طب برخه کې داسې نور پر مختللي سیسټمونه هم جوړ شي.