Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د عامې روغتیا وزارت: د کورونا وبا ضد  واکسین تطبیق لړۍ چټکه  شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/24

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو پنځه میاشتو کې یې درې نیم میلیونه وګړو ته د کورونا وبا ضد  واکسین تطبیق کړی او غواړي دغه لړۍ لا چټکه کړي.

د یاد وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر وايي،هره ورځ تر ۲۱ زره کسانو ته د کورونا وبا ضد واکسین لګوي. 

هژیر وايي، د واکسین تطبیقاتو لپاره له کلینکونو سربېره، ښوونځي پوهنتونونه، دولتي ودانۍ، مسجدونه او نور ځایونه هم کاروي او هڅه کوي دا لړۍ لا چټکه کړي.

هژیرزیاته کړه:« د  هېواد پر کچه ۱۰۶۴ د واکسین د تبطیق مرکزونه لر، چې له ډلې یې ۱۲۴ په کابل او ۹۱۱ نور یې ولایتونو کې دي. هره ورځ په نورماله توګه هېوادوال واکسین کېږي.» 

هژیر وايي،  د اسلامي امارت له راتګ تر دې دمه درې نیم میلیونه کسان په مرکز او ولایتونو کې واکسین شوي او دا لړۍ دوام لري.

هژیر   د کورونا وبا  واکسین د زیانونو په اړه اوازې بې ځایه ګڼي او ډاډ ورکوي،چې درې ډوله واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا تائید شوی دی.

 هغه وايي، تر درې میلیون ډوزه واکسین چمتو لري او ۵ میلیونه نور ورسره بېلا بېلو هېوادونو ژمنه کړې،چې هغه به هم ژر راورسېږي.

هژیر زیاته کړه:« اوس مهال ۳ میلیون ډوزه واکسین لرو او دغه راز ۵ میلیون ډوزه نور د بېلا بېلو هېوادونو او سازمانونو له خوا د عامې روغتیا وزارت سره ژمنه شوې،چې ډېر ژر به هغه هم راورسېږي.» 

عامې روغتیا  وزارت وایي، په تیر ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د ګوزڼ ۴ مثبتې پېښې ثبت شوې و، خو سږ کال تر اوسه پورې  د کومې پېښې خبر نه شته د ی  او د پولیو ضد واکسین د تطبیق لړۍ هم دوام لري.

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist