Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سره صلیب نړیوال فډراسیون هرات کې له سرې میاشتې ټولنې سره د درملو او طبي تجهیزاتو مرسته کړې

د سره صلیب نړیوال فډراسیون هرات کې له سرې میاشتې ټولنې سره د درملو او طبي تجهیزاتو مرسته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/11

هرات کې د سره صلیب نړیوال فډراسیون له خوا افغاني سرې میاشتې ټولنې ته درمل او طبي تجهیزات وسپارل شول.

د یاد فدارسیون مسوولین وايي، په مرسته شویو توکو کې د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۰ ډوله بېلابېل طبي توکي او درمل شامل دي.

لوېدیځ زون کې د سره صلیب نړیوال فډراسیون د روغتیا څانګې مسوول خلیل احمد غیاثي وايي:« د سره صلیب نړیوالې کمېټې نن ۸۵۰ کارته درمل چې په کې ۷۰ قلمه طبي مواد او پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو د درملنې لپاره له وړاندې چمتو شوي خواړه شامل دي، په هرات کې د سرې میاشتې ولایتي دفتر ته وسپارل. د دې مرستې موخه د سرې میاشتې د وړتیاوو ډېرول او د هغو پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه ده چې له ایرانه لوېدیځ زون ته را ستانه شوي دي.»

د افغاني سرې میاشتې مسوولین دا مرستې مهمې بولي او ټینګار کوي چې دا مرستې به پر راستنو شویو کډوالو ووېشي.

لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې حوزوي رییس عبدالبصیر رحماني وايي:« د هرات ولایت له سرې میاشتې ریاست سره دوه موټره درمل چې په کې ۸۵۰ کارته ډول ډول درمل شامل دي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له خوا مرسته شوې. دغه درمل به له ایرانه د راستنو شویو ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې لپاره ولګول شي.»

که څه هم راستانه شوي افغانان دا مرستې سمدستي مهمې بولي، خو په همدې حال کې کډوالو ته د سرپناه  پر جوړېدو ټینګار کوي.

له ایرانه راستون شوی کډوال وايي: « که راستنو شویو مهاجرینو ته د استوګنې او کاروبار ځایونه جوړ شي، دا به ډېره لویه مرسته وي؛ موږ له دولت همدا غوښتنه لرو.»

له ایرانه یو بل راستون شوی کډوال وايي: « زموږ خدمت کېږي، خو سرپناه نه لرو، موږ ته باید سرپناه جوړه شي.»

دا مرستې داسې مهال ترسره کېږي چې سرپرست حکومت له ایرانه د راستنو شویو کډوالو بهیر ته په کتو پر نړیوالو مرستندویه ټولنو او ملي پانګه والو د ورته مرستو د ترسره کېدوغوښتنه کړې او دا يې د ټولو ګډ مسوولیت بللی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist