له جرمني وروسته لوګزامبورګ هم اعلان وکړ چې په دې هېواد کې مېشت هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته شړي چې په جرمونو تورن پېژندل شوي.
د لوګزامبورګ کورنیو چارو وزارت وايي، په دې هېواد کې پر بېلا بېلو جرایمو تورن پېژندل شوي افغان اتباعو د بېرته ستنولو لپاره له کابل سره خبرې مهمې دي.
د دې هېواد کورنیوچارو وزیر ویلي، په دې تړاو یې له جرمني سره خبرې شوې او د همکارۍ ډاډ یې هم ترلاسه کړی.
دلوګزامبورګ دکورنیو چارو وزیر لیون ګلوډن زیاته کړې: « له لوګزامبورګ څخه افغانستان ته د هغو افغان اتباعو د بېرته ستنولو لپاره چې په دې هېواد کې د تاوتریخوالي پورې تړلو جرایم کې محکوم پېژندل شوي، باید د افغانستان له حکومت سره خبرې وشي، خو په دې تړاو مو د جرمني له چارواکو سره هم خبرې کړې او دوی د افغان مجرمانو د بېرته ستنولو په بهیر کې د همکارۍ لپاره چمتوالی ښودلی.»
په اروپايي هېوادونو کې مېشت افغانان چې د کډوالۍ مسایل له نږدې څاري وايي، اوس د اروپايي هېوادونو لپاره د خپلو هېوادونو او اتباعو امنیت له هرڅه مهم دی.
د دوی په خبره، اروپا د خپلو وګړو خوندیوب په موخه د نورو بهرنیو اتباعو د ایستلو ترڅنګ، د هغو افغانانو د شړلو پرېکړه هم کړې چې په باور یې په جرمونو کې لاس لري.
دوی د اروپايي هېوادونو دا پرېکړه د کډوالۍ د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف کار بولي، خو وايي اروپايي ټولنې ته د خپلو هېوادونو ملي ګټې او امنیت له هرڅه زیات ارزښت لري.
د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « د جرمني او لوګزامبورګ له خوا د افغان پناه غوښتونکو د اخراج پرېکړه په اروپا کې د سیاسي او امنیتي مسایلو په تړاو، لوی بدلون دی. د ښي اړخو ګونونو او دغه راز د ولسونو له خوا د امنیت په تړاو د اندېښنو له زیاتېدو سره، اروپايي هېوادونو ته اوس د بشري حقونو په پرتله د خپلو خلکو امنیت مهم دی. له قانوني پلوه هم اروپا د داسې نویو لارو په جوړولو بوخته ده چې د نړیوالو حقونو د ظاهري رعایت ترڅنګ، د مجرمو کسانو د اخراج په اړه شته خنډونه هم لري کړي. د دغو ګامونو پیغام ډېر روښانه دی، په جرم لاس پورې کول او د عامه نظم اخلال، هغه سرې کرښې دي چې له امله یې اروپايي هېوادونه له افرادو څخه خپل حقوقي ملاتړ له منځه وړي او بېرته یې خپلو اصلي هېوادونو ته وشړی.»
ځينې نور بیا وايي، هغه افغانان چې د جرمني په ګډون ځينې نورو اروپايي هېوادونو یې بېرته افغانستان ته د ستنولو پرېکړه کړې، په ګڼ شمېر جنايي جرمونو کې لاس لري، ان تر دې چې ځینې یې د قتل په قضیو کې هم تورن پېژندل شوي دي.
د چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « ه هغه وخت چې زه راغلی یم، دلته هېڅ یوه افغان جرم نه کاوه. کله چې دا نوی نسل راغی، ځینو یې په جرمونو او قتلونو لاس پورې کړی، غلا کوي او په نشه يي توکو روږدي شوي.»
له دې وړاندې جرمني رسنیو له دې هېواده افغانستان ته د ۳۰ تنو افغان کډووالو د بېرته ستنولو خبر ورکړ. په دغو کسانو کې په جرایمو تورن، د لنډ مهاله مېشتېدنې پناه غوښتونکي او هغه افغانان شامل دي چې د پناه غوښتنې قانوني پروسه یې لغو شوې ده.