Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/27

د خوست ښار لوېدیځ لوري ته د ازادۍ مېنې ښارګوټي کې د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نږدې ۱۳۰۰ مټره سړک د بیارغونې چارو له پېل سره، د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي، د روان کال تر پایه به د ښار په بېلابېلو برخو کې۳۰ نورې پراختیايي پروژې پلې شي او ورسره هم مهاله به د ښاري پراختیا او اسانتیاوو په موخه د اوږدمهاله پلانونو تطبیق ته هم دوام ورکړي.

خوست ښاروال، حافظ عبدالرشید عمري وايي: « زه تمه لرم چې راتلونکي نږدې وخت کې به دا ډول نورې پروژې هم ولرو. خوست ښار کې به سږ کال د سړکونو، پلچکونو  او لایټېنګ په برخه کې ډېر پرمختګونه وشي.»

خوست والي، عبدالرحمن حقاني وايي: « موږ اقتصاد ریاست ته لارښوونه کړې چې له دوی سره مجلسونه وکړي، له خپلو لاس کې شته امکاناتو کار واخلي او که چېرې امکانات کم وي، له مشرانو سره خبرې وکړي، ترڅو دې وطن ته خدمت وشي.»

په ورته مهال، د دې ولایت اوسېدونکي وایي، ښاري سیمو کې د خرابو سړکونو له امله لا هم خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي. دوی تمه لري چې د نویو پروژو په تطبیق سره به د تګ راتګ برخه کې د ښاریانو چارې اسانه او شته ستونزې را کمې شي.

دوی د خوست ښار د چټکې پراختیا لپاره د دوامداره بنسټیزو پروژو پر تطبیق ټینګار کوي.

د خوست اوسېدونکی، محمد اکبر خان وايي: « اوس زموږ یو شمېر سړکونه خام دي، دوړې کوي او که جوړ شي، ډېر خوند به وکړي.»

د خوست اوسېدونکی، نبي الله وايي: « زموږ سړکونه ډېر خراب شوي او چې کله باران وشي، موټر په کې نه شي تللی. همدارنګه، کله چې ناروغان پيدا شي، بیا نو ستونزه نوره هم لویه شي. موږ له حکومت مننه کوو چې دا سړک یې جوړ کړ.»

د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي، د یادې پروژې چارې چې تازه پېل شوې، په راتلونکو څلورو میاشتو کې به بشپړې شي. په دې پروژه کې دواړو غاړو ته د لښتیو اساسي جوړونه هم شامله ده چې له بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟
افغانستان

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
مزار شریف کې حضرت علي «رض» ته منسوبې روضې بیا رغونه پیل شوه
افغانستان

مزار شریف کې حضرت علي «رض» ته منسوبې روضې بیا رغونه پیل شوه

اگست 26, 2026
عایشه وهاب: امریکا باید له افغانستان سره ډېپلوماټیک تعامل پيل کړي
افغانستان

عایشه وهاب: امریکا باید له افغانستان سره ډېپلوماټیک تعامل پيل کړي

اگست 26, 2026
جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي
افغانستان

جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

اگست 26, 2026
هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې
افغانستان

هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

اگست 26, 2026
زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي
افغانستان

زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

اگست 26, 2026

وروستي خبرونه

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

اگست 27, 2026
مزار شریف کې حضرت علي «رض» ته منسوبې روضې بیا رغونه پیل شوه

مزار شریف کې حضرت علي «رض» ته منسوبې روضې بیا رغونه پیل شوه

اگست 26, 2026
عایشه وهاب: امریکا باید له افغانستان سره ډېپلوماټیک تعامل پيل کړي

عایشه وهاب: امریکا باید له افغانستان سره ډېپلوماټیک تعامل پيل کړي

اگست 26, 2026
افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

اگست 26, 2026
جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

اگست 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist