له ایران سره د امریکا او له اوکراین سره د روسیې جګړې په ټوله سیمه کې د نفتي توکو قېمتونه لوړ کړي چې دې وضعیت پر افغانستان هم مستقیم سیوری غوړولی.
په کابل ښار کې اوسمهال د یو لېټر پټرولو بیه چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې ۶۳ افغانیو ته راټيټه شوې وه یو ځل بیا ۸۴ افغانیو ته لوړه شوې. دې کار خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
کابل ښاریان او موټر چلوونکي وايي، په لوړو بیو د تېلو پېرل ورته سخت دي، خو د دوی په خبره چې د کاري فرصتونو نه شتوالي مجبور کړي چې د کمو پیسو ګټلو لپاره هم خپل کاروبار ته دوام ورکړي .
دوی له اسلامي امارت غواړي چې په افغانستان کې د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت ته پام وکړي او د دې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
رېکشهچلوونکی صدیقالله وايي: « موږ غواړو تېل ارزانه شي، ترڅو موږ ته هم ګټه ورسېږي.»
رېکشه چلوونکی محمدالله وايي: « تېل ورځ په ورځ قېمته کېږي او له امله یې زموږ ګټه هم کمېږي. حکومت باید زموږ خپل تېل را وباسي.»
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، د تېلو د بیو له لوړېدو سره د موټرو کرایې هم زیاتې شوې دي چې دوی ته یې کاروبار ته د رسېدنې په برخه کې جدي ستونزې ایجاد کړې دي.
د کابل ښار اوسېدونکی سلیم وايي: « زه خپل فلز کار یم، زموږ ټول مزدورکاران ټول د تېلو بیلو له لوړېدو سره په زیان کې روان دي. موږ مجبور یو چې د تېلو لوړې بیې له امله خپل د کاروبار نرخونه هم لوړ کړو. دغه راز کرایه، د سفر خرڅ او نور هر څه لوړ شوي. زموږ هېواد تېل لري او باید کار پرې وشي او را ویستل شي.»
د کابل ښار اوسېدونکی ادریس وايي: « مخکې به زه بګرامیو ته په لس افغانۍ تلو، خو اوس په شلو ځو. له حکومت غوښتنه کوو چې د تېلو بیې ټیټې کړي.»
د تېلو پلورنکي پمپونو مسوولان بیا د تېلو د بیو احتمالي لوړېدو خبرداری ورکوي چې لامل یې پر ایران د امریکا نوي اقتصادي بندیزونه او په اوکراین کې د روسیې د جګړې شدت ګڼي.
د تېلو د پمپ مسوول احمدشاه امرخېل وايي: « موږ ته ډیزل تېل له ایران او پټرول له روس څخه راځي. اوس په دغو دواړو ځایونو کې جګړې دي او تېل کم شوي.»
د تېلو پلورونکی هیبت خان شینواری وايي: « دلیل یې دا دی چې پټرول او ډیزل دواړه وارداتي دي. د اوکراین او روس جګړه د دې لامل شوې چې د تېلو تصفیه کوونکې کارخونې ویجاړې او تېل کم شي.»
اوس مهال د یو لېټر پټرولو بیه ۸۴ افغانۍ ده او تېل پلورونکي وايي چې ښايي له دې هم لوړه شي.