Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خوړو او درملو ملي اداره: بازارونو کې د درملو کمښت ادعاوې بې اساسه دي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/16

 د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت او د خوړو او درملو ملي اداره هغه  ادعاوې بې  اساسه بولي،چې ګواکې د هېواد  بازارونه د درملو او طبي توکو له کمښت سره مخ دي.

د خوړو او درملو ملي کمېټې مشر عبدالباري عمر وايي،د درملو بیو کنترول او د خلکو اندېښنو حل په موخه ې يوه کمېټه جوړه کړې. 

عمر زیاته کړه:« موږ د ټولو درملو کمښت نه تائید کوو. که تاسو فکر کړی وي،څلور میاشتې کېږي،چې یو شمېر تجاران د درملو کمښت چیغې وهي، خو بیا هم په بازار کې درمل شته دی. دا د دې ښکارندويي کوي،چې یو شمېر کړۍ هڅه کوي،چې پر نظام،خپلې هغه غیر مشروع غوښتنې ومني،چې په هغې کې د دوی شخصي ګټې ډېرې زیاتې دي. یعنې دا خلک له ملي ګټو ډېر شخصي ګټو ته کار کوي. نو پر همدې اساس د خوړو او درملو ملي اداره ژمنه ده او په کلکه مو دا هوډ کړی دی،چې موږ به د کیفیت او مصونیت لپاره کوو.»  

عمر وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلن وکړي،چې په خپل سري ډول د درملو بيې لوړوي او یا په قاچاقي ډول درمل واردوي.

هغه زیاته کړه:« یو شمېر کړۍ هڅې کوي،چې درمل پر لوړه بیه وپلوري، خو موږ هڅې پيل کړي،چې دغه کسان ونیسو. زموږ ټیمونه هره کار کوي. زه خپله هم اوس د شپې له لوري یوه یا دوه شپې وروسته له ملګرو سره ووځم،نوکریوالو درملتونونو ته ورځو. درملتونونو ته په بېلابېلو بڼو ورځو، نخسې وروړو،ترڅو دوی موږ ونه پېژني،چې دا کوم خلک دي. زموږ هڅې روانې دي،چې دغه خلک پيدا کړو او د قانون منګولو ته یې وسپارو. هر هغه څوک چې دلته درمل پر لوړه بیه پلوري، هغوی به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي.» 

بل پلو د درملو جوړولو  کارخونو مسوولین بیا وايي، په لوړه کچه پانګونه شوې او کولای شي، ۲۵  سلنه اړتیاوې پوره کړي.

دوی د څو قلمه درملو کمبود مني، خو وايي،په ټولیز ډول افغانستان ته د درملو واردات په عادي ډول تر سره کیږي.

د  افغانستان د درملو کارخونو مشر کمال الدین کاکړ وايي:« ځنې داسې درمل کم شوي دي،چې د هغو د راوړلو امکانات نه د  خصوصي سکتور په وس  کې ده او نه هم دولت څه کولای شي، هغه په دې خاطر،چې د ا.ا.ا پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، دلته د ځېنو هېوادونو الوتنې نه شته دي. هغه په دې مانا،چې وړاندې دا اقلام په غیر قانوني بڼه راوړل کېدل. کله کله دا درمل د ترانزیټ په بڼه راتلل او یا  هم د نورو هېوادونو له لوري،چې کومې الوتنې خلاصې دي، راوارد کېږي. د ځنډ لامل یې هم همدا دی.» 

په همدې حال کې عامې روغتیا وزارت د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند پروان هوټل سیمه کې ۱۱۰۰ کارتنه تاریخ تیره پاراسیتامول،سیرومونه کشف او ضبط کړل.

د کابل په بازارونو کې د درملتونونو هټيوال  د افغانستان له  اسلامي امارته غوښتنه کوي،چې د درملو په برخه کې له  احتکار کوونکو سره قانوني چلن وکړي.

کابل کې یو تن درمل پلورونکی وايي:« له مسوولینو مو هېله دا ده،چې د درملو پر واردوونکو شرکتونو باندې کنټرول وکړي او په ځانګړي ډول پر ترکي درملو باندې، ځکه بیې ډېرې لوړې دي.  ډالر راښکته شوي، خو بیا هم د درملو بیې خورا لوړې دي. اوس د درملو واردوونکي شرکتونه وايي،چې مالیه پرې ډېره راځي او له همدې امله یې بيې لوړې دي.» 

د مالوماتو له مخې، دامهال شااوخوا ۱۶۰۰ لوی او واړه شرکتونه افغانستان ته درمل واردوي.

د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولین وایي، د هېواد په ټولو بندرونو کې د درملو د کیفیت مالومولو لپاره لابراتوارونه یې نصب کړي او هېواد ته یې د بې کیفیته درملو واردولو مخنیوی  کړی دی.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist