Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدنکي له کمرنګه روغتیايي خدماتو شکایت کوي

د خوست موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدنکي له کمرنګه روغتیايي خدماتو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/25

د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ مرغې کلي روغتیایي مرکز د جمعې په ورځ او دغه راز نورو عادي رخصتیو پرمهال تړلی وي او خدمات نه وړاندې کوي.

ځايي خلک وايي،  د ۲۴ ساعته روغتیایي خدماتو نه شتون د سیمې زرګونه خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د موسی خېلو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی کیمیا ګل وايي:« دلته شاوخوا ۸۰۰ کورونه آباد دي، د دې ټولو لپاره یو داسې کلینیک دی، چې یوازې ۱۲ ساعته خدمات لري او د شپې بند وي.»

د موسی خېلو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی هدایت الله بیا وايي « دا کلینیک نه یوازې ۲۴ ساعته خدمتونه نه لري، بلکې ډېر کله د ورځې هم بندي وي او هره جمعه رخصتي کوي.»

د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله وايي: «د کلینیک د رخصتۍ له امله یو ماشوم په نږدې خوړ کې وزیږېده. ډېر کسان کلینیک ته د نه رسېدو له امله په همدې خوړ کې ژوند بایلي.»

د موسی ‌خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي همدا راز وايي، په یاده ولسوالۍ کې شته روغتیایي خدمات د خلکو اړتیا نه شي پوره کولی او د نورو اړينو برخو ترڅنګ د ښځینه ډاکټرانو نه شتون او د نسايي ولادي ناروغانو په برخه کې هم د کمرنګه خدمتونو له امله له سخت کړاو سره مخ دي.

د موسی ‌خېلو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی باوري منګل وايي: « زموږ کلی د خوست له مرکز څخه ډېره فاصله لري، له همدې امله ولادي ناروغان په خپل وخت د مرکز روغتونونو ته نه شي رسېدای.»

د  موسی خېلو ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالله بیا وايي:« موږ هیله لرو،چې دلته د ښځو او نرسانو څانګه رامنځته، کلینیک فعال او ارتقاع ورکړل شي.»

ورته مهال، د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولین که څه هم په لرې پرتو سيمو کې د خلکو ستونزې مني، خو زياتوي چې د یادو ستونزو د هواري ترڅنګ هڅه کېږي، چې د ولایت لرو پرتو سیمو خلکو ته د قناعت وړ روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.

د خوست عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ وايي: « موږ به دا کلینیک له نږدې ورګورو او د خلکو ستونزې به واورو او د حل لپاره به یې له عامې روغتیا وزارت او همکارو موسسو سره خبرې وکړو.»  

د خوست موسی خېلو ولسوالي، چې د دغه ولایت له مرکز لسګونه کیلومټره لرې فاصله کې پرته ده، ډېر کله یې د سېلاب او باران پرمهال او یا هم د لارو د خراب وضعیت له امله ناروغان تر روغتیایي مرکزونو نه رسیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist