Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/08

ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه د روغتیايي کمپلېکس جوړېدو چارې په تېر جمهوري نظام کې پیل، خو بشپړې نه شوې. اوس د دې کمپلېکس مسوولین وايي، د اسلامي امارت له راتګ سره یې کارونه بېرته پيل شوي او دا مهال یې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د مسوولینو په خبره، یاد کمپلېکس اوسمهال د ۶۰۰ بسترونو ظرفیت لري، خو په راتلونکو پړاوونو کې به تر ۱۰۰۰ بسترونو پورې پراخ شي.

د ننګر هار عامې روغتیا رییس امین الله شریف وايي: « د اوس لپاره دا روغتون ۶۰۰ بستریز دی مګر هڅه کېږي چې ظرفیت یې ۱۰۰۰ بسترونو ته پورته شي. کله چې دا زر بستریز روغتون جوړ شي، د زون په کچه به د ټولو خلکو ستونزې حل شي. تاسو وینئ چې کارونه یې په چټکۍ سره روان دي  مګر ځینې کارونه د نقشې د بدلون له امله ولاړ دي. موږ له ساختماني شرکت سره خبرې کوو چې د جوړولو کارونه نور هم چټک کړي، ترڅو زموږ د خلکو روغتیايي ستونزې هوارې شي.»

بله خوا، د پروژې انجینران وایي، ټولې رغنیزې چارې د تخنیکي معیارونو او ښه کیفیت په پام کې نیولو سره روانې دي او هڅه کېږي چې پروژه پر خپل وخت ګټه استنې ته وسپارل شي.

د پروژې انجینر اېمل هاشمي وايي: « د خدای شکر دی چې له سیاسي تحول وروسته زموږ کارونه یوځل بیا پيل شول. زموږ د نقشو تعدیلات هم اتیا په سلو کې بشپړ شوي او پر پاتې نورو هم کار روان دی. موږ غواړو د دې روغتون جوړولو کارونه په ښه کیفیت او چټکي سره مخکې یوسو.»

په همدې حال کې د ننګرهار اوسېدونکي د دې پروژې له پرمختګ خوښي څرګندوي او وایي، د کمپلېکس په بشپړېدو سره به د روغتیا په برخه کې شته ستونزې راکمې او ناروغان به د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د تګ له اړتیا تر ډېره بریده خلاص شي.

د ننګرهار اوسېدونکی هاشم خان وايي: « په کار ده چې د دې روغتون کارونه چټک مخکې لاړ شي، ترڅو خلک لرې ځایونو ته له تګ خلاص شي.»

د ننګرهار اوسېدونکی زړګی وايي: « که دا روغتون جوړ شي، موږ به د درملنې لپاره پاکستان ته ضرورت نه لرو. باید کارونه یې نور هم چټک شي.»

ختیځ روغتیایي کمپلېکس د ننګرهار په مرکز کې د ختیځ زون لپاره د یوه ستر تخصصي روغتیایي مرکز په توګه جوړېږي.

 ټاکل شوې دا کمپلېکس د ۱۰۰۰ بسترونو په ظرفیت، په پرمختللو طبي تجهیزاتو سمبال او د اړتیا وړ تخصصي څانګو په لرلو سره د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو اوسېدونکو معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist