Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بلخ  روغتيايې زده کړو انسټيټيوټ مسوولین: د ښوونکو له کمښت سره مخ یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/03

شمال  بلخ ولایت کې د روغتیایي زده کړو انسټیټیوټ مسوولین وايي،په دغه  انسټېټیوټ کې د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

دوی وايي، د عامې روغتیا وزارت څخه غواړي،چې د انسټیټیوټ مسلکي ښوونکو په تشکیلاتو کې دې ډېروالی راولي.

د یاد انسټېټیوټ آمر ډاکټر خلیل مهرابي وايي، اوس مهال د بلخ روغتیایي زده کړو انسټېټیوټ کې څلور سوه نارینه او ښځینه محصلین زده کړې کوي،چې ډیری یې د لرې پرتو ولسوالیو دي.

مهرابي زیاته کړه:«  موږ شااوخوا  ۱۰ نورو ښوونکو ته اړتیا لرو. څومره چې زده کړیالان زیاتیږي،هم مهاله ورسره د ښوونکو په شمېر کې هم باید زیاتوالی راشي. د عامې روغتیا وزارت له مشر مو غوښتنه وکړه،چې دلته ځینې همکاران په افتخاري ډول درس ورکوي او موږ نه شو کولی د حاضرۍ له مخې دوی کنترول کړو.» 

بل پلو د زده کړیالان بیا له یادې ستونزې شکایت کوي او وایي،د ښوونکو د کمښت له امله د یو شمیر مضامینو له لوست هم بې برخې دي.

د نرسنګ څانګې زده کړیال حبیب الله وايي:« اوس افتخاري ښوونکي راځي. دلته درس ورکوي، خو موږ د هغوی له بیوګرافۍ نه یو خبر،چې دوی مخکې هم درس ورکړی او تجربه لري که نه؟ موږ غواړو،داسې ښوونکي ولرو،چې تجربه ولري، ځکه سبا ورځ موږ همدې ټولنې ته د خدمت لپاره ملا تړو.» 

د قابلګۍ څانګې زده کړیاله مدینه آقا زداه بیا وايي:« کله چې کومه پېښه رامنځته کېږي،موږ یې کولی شو درملنه وکړو او ښار ته د تګ اړتیا نه لیدل کېږي. دلته چې کوم امکانات لرو،کولی شو د ناروغانو په درملنه کې ترې استفاده وکړو.» 

د نرسنګ  څانګې زده کړیال شېر محمد محمدي وايي:« غوښتنه مو دا ده،چې زموږ لپاره مجربه استادان جذب کړي. درس او اداره مو ښه ده،خو استادان کم دي. دوه، درې نور استادان دې ولرو،چې درسونه مو ښه مخکې ولاړ شي.» 

د قابلګۍ څانګې زده کړیاله نجیبه محمدي وايي:« د ډاکټرانو او مسلکي قابله ګانو ډېر کمی لیدل کېږي. د میندو او ماشومانو ډېری مړینه د مسلکي قابله ګانو د نشتون له کبله ده. په کومه موده کې مو چې دلته درس لوستی دی، ډېر څه مو زده کړي دي.» 

د بلخ  روغتيايي زده کړې انستيتيوت په ۱۳۸۵ کال کې تاسیس شوی،چې تر دې دمه یې  پنځه زره ښځینه او نارینه زده کړیالان له بېلابېلو روغتيايي څانګو فارغ کړي دي.

د فارغو زده کړیالانو له منځه ډېری يې په روغتيايي څانګو کې اوس پر کار بوخت دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist