Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/25

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو په راتګ کې د پام وړ زیاتوالي راتلو ته په کتو، په پام کې ده چې د ګرځندوی سکټور د هېواد په کچه پراخ او سیلانیانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۲۰۳ میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو لیدنه کړې او دا کچه د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران وايي، د هېواد له تفریحي سیمو او جاذبو څخه د ګڼ شمېر سیلانیانو لیدنه په هېواد کې د سیاحت وده او پیاوړتیا څرګندوي.

غفران زیاتوي: « د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۲.۳ میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې. د سیلانیانو دا شمېرې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د سیاحت د ودې او پیاوړتیا څرګندونه کوي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي چې د هېواد په کچه د ګرځندوی سکټور پراخ، پیاوړی او سیلانیانو ته لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.»

دغه راز، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین د چاپېریال ساتنې، د عامه ځایونو پاکوالي ته پاملرنې او د سیاحتي جاذبو د ساتنې لپاره د خلکو پر همکارۍ د ټینګار ترڅنګ زیاتوي چې سیلانیان کولی شي د امنیتي ادارو په همکارۍ د هېواد ګوټ ګوټ ته په پوره ډاډ سفرونه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت
فرهنگ او هنر

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist