Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیبرپښتونخوا کې د مانکي پاکس ناروغۍ درې مثبتې پېښې ثبت شوې

خیبرپښتونخوا کې د مانکي پاکس ناروغۍ درې مثبتې پېښې ثبت شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/17

د بیزو تڼاکو( مانکسي پاکس) په نوم د  ساري ناروغۍ د چټکې خپرېدا په تړاو نړيوالې اندېښنې ورځ بلې ته د زیاتېدو په حال کې دي.

له افریقايي او اروپايي هېوادونو وروسته اوس تازه د دې ناروغۍ  درې مثبتې پېښې په خیبرپښتونخوا کې ثبت شوې.

 پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد حکومت له دې پېښې وروسته په ټول پاکستان کې بېړنی حالت اعلان کړی او پر هوايي ډګرونو یې څارنه زیاته کړې.

پاکستاني رسنۍ زیاتوي: « د لومړۍ پېښې له تایید وروسته، په ټول پاکستان کې پر هوايي ډګرونو او بندرونو څارنه سخته شوې.»

دوه ورځې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په ټوله نړۍ کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ د خپرېدا له احتمال څخه اندېښنه ښودلې وه.

د یاد سازمان مشر ټیډروس ادانوم  د دې خپرېدونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره پر ګډې نړیوالې مبارزې ټینګار کړی.

هغه زیاته کړې: « په افریقا کې او له دې وچې بهر د بیزو تڼاکې ساري ناروغۍ د چټکې خپرېدا احتمال ډېر د اندیښنې وړ دی او د مخنیوي لپاره یې یوه منظم نړیوال غبرګون ته اړتیا ده.»

د افغانستان تر ګاونډ رسېدلې دغې ساري ناروغۍ په خلکو کې اندېښنې زیاتې کړې دي. ډاکتران وایي، خیبر پښتونخواه او د پاکستان نورو برخو ته د افغانانو تګ راتګ ممکن هېواد ته  د دې ویروس د انتقال لامل شي.

داکټر عبدالحق قاضي زاده وايي: « دا یوه ویروسي ناروغي ده، چې له ارتوپاکس ویروس څخه منځ ته راځي. کله چې دغه ویروس د انسان بدن ته داخل شي، له درېیو تر یوویشت ورځو پورې یې نښې څرګندېږي. لومړۍ نښه یې تبه او ځان درد دی او ورپسې د انسان پر بدن تڼاکې راپورته کېږي. دغه ناروغي له یوه انسان څخه بل ته د مستقیم تماس یا هم په ویروس د اخته کس د جامو اغوستلو له لارې انتقالېږي. د عامې روغتیا وزارت ته په کار ده چې له پاکستان څخه راتلونکي کسان واکسین کړي او په دې اړه عامه پوهای ورکړي»

خو مسوولین وايي، د دې او ورته نورو ساري ناروغیو پر وړاندې تدابیر لري او د مخنیوي لپاره به یې خپل امکانات وکاروي.

د بیزو تڼاکه یا چیچک چې په نړۍ کې په امپاکس ناروغۍ هم پېژندل کیږي، لومړی ځل په ۱۹۵۴ کال په کانګو هېواد کې وپېژندل شوه. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تېرکال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۴زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist