Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د وینې وړیا بانک فعال شو

خوست کې د وینې وړیا بانک فعال شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/15

د محمد یونس دوه بچیان د وینې کمښت یا تلاسیمیا ناروغۍ اخته دي؛ هغه وايي، د ژوند پر ټولو کارونو يې یوازې همدې پوښتنې سیوری غوړولی چې وینه به دا ځل له کومه کوي؟
سره له دې چې د وینې کمښت ناروغۍ د ډېرو کورنیو خوشالۍ تروړلې، تازه خوست کې د وینې بانک هڅو د دغو کورنیو هیلې را غوړولې دي.
ناروغ لرونکی محمد یونس وايي: « دا هغه چا ته پته لګي چې دا ډول ناروغان ولري چې دا څومره درد لري او څومره سخت کار دی.»

په خوست کې د یوه خیریه وینې بانک فعالیت نه یوازې محمد یونس بلکې ورته نور ناروغ لرونکي او ځایي اوسېدونکي هم یو حیاتي ګام بولي او د ورته هڅو د ملاتړ غوښتونکي دي.

ناروغ لرونکی داوود جان وايي: « زه دې هلک ته په اوونۍ کې تازه وینه ورکوم او نجلۍ ته په شلو ورځو کې. اوس مې ایله اندېښنه ختمه شوې، کله چې د وینې ورکولو وخت شي، امبولانس راشي او وینه ورکوونکي کسان را وغواړي او وینه واخلي.»

د خوست اوسېدونکی نعیم محمد وايي: « ما چې کله اعلان واورېد، لازمه مې وګڼه چې راشم او وینه ورکړم.»

د خوست اوسېدونکی فخرالدین اتل وايي: « ترټولو ښه خبره دا ده چې دا ټولنه تقویه شي او د تقویه کولو لاره یې دا ده چې شتمن کسان را مخکې شي او له دې بانک سره مرسته وکړي، ځکه دا یو ټولنیز بنسټ دی او خلک باید ورسره مرسته وکړي.»

د خوست اوسېدونکی روشان ګل وايي: « کله چې د وینې د اړتیا غږ اورېدل کېږي، باید هرڅوک ځان ور ورسوي او له اړمنو سره مرسته کې ونډه واخلي.»

په خوست کې د وینې بانک که څه هم نوې هڅه ده، خو د دې برخې مسوولین ډاډ ورکوي چې خپل فعالیتونه به هېواد شموله کړي.
د ټولنیز ژوند پراختیا ټولنې رییس رمضان غوري وايي: « شاوخوا پنځه سوه کسان موږ په خپل لېست کې نیولي چې موږ ته به وینه راکوي. که چا سره د راتګ وخت نه وي، موږ خپل امبولانس ور استوو او وینه ترېنه اخلو. »

د ټولنیز ژوند پراختیا خیریه ټولنه چې په بېلابېلو نورو برخو کې هم د خلکو ملاتړ کوي، یوازې یې د وینې د همدې وړیا بانک په مرسته په خوست کې تېره یوه میاشت ۲۰۰ ناروغانو ته په زرګونه سي سي وینه رسولې ده.

غوښتنه دا ده چې خلک باید خپل نومونه د وينې وړيا ورکولو په موخه د دې بانک په لېست کې ثبت کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist