Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

په ختیځ زون کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین داسې مهال پیلېږي چې د کتلوي معافیت د مسوولینو په خبره، د دوی د هڅو په پایله کې اوس مهال د ختیځ زون ۹۸ سلنه ماشومان د پولیو واکسین ته لاس رسی لري. 

دوی زیاتوي، د پلان له مخې به په دې څلور ورځني کمپاین کې چې د دوشنبې په ورځ پیل کېږي، نږدې یو نیم میلیون ماشومان واکسین شي.

خیتځ زون کې د کتلوي معافیت ادارې مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزوی وايي: « دا کمپاین به ۴ ورځې ادامه ولري او هغه ټول ماشومان به واکسین شي چې عمرونه یې له ۵ کالو کم وي. په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۹۵۰ زره او په ټول ختیځ زون کې ۱ میلیون او ۴۵۰ زره تنه ماشومان زموږ هدف دی. په دې کمپاین کې ۶ زره تنه واکسیناتوران برخه لري چې د ۵۸۰ تنو سوپروایزرانو او ۱۱۰ تنو کوارډیناټورانو له خوا یې تخنیکي ملتیا کېږي.»

په ختیځ زون کې د پولیو واکسین د پیل مراسمو ته د پولیو ځینې قربانیان هم وربلل شوي وو. دوی له کورنیو څخه په کلکه وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي.

۲۸ کلن غلام حیدر چې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، ۲ کلن و چې د پولیو ویروس وهلی او اوس فلج دی. نوموړی د خپل حالت مسوول کورنۍ بولي او وايي، د ده پر وړاندې یې بې غوري کړې او واکسین یې نه دی ورکړی.

غلام حیدر  وايي: « زه د واکسین نه کولو له امله فلج یم. پخوا به چې کله واکسین کلیو ته لاړ، خلکو به وشړل او ماشومان به یې نه وروستل. زما له ټولو خلکو هیله ده چې خپلو ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسین ورکړي، ترڅو زما په څېر ستونزو سره مخ نه شي.»

غلام حیدر وايي،  فلج له امله د ژوند چارې په سمه توګه مخته نه شي وړلی او له سختو کړاوونو سره مخ دی. د ده په خبره، د دایمي فلج د مخنیوي یوازینۍ لاره ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو ورکول دي.

فلج وهلی غلام حیدر وايي: « ستونزې مې ډېرې دي او دا خپله لویه ستونزه ده چې په ویلچر کې ګرځم. زه خلک ګورم چې په خپلو پښو ګرځي، خو زه په دې ویلچر کې ناست یم. دا حالت ما سخت ناهیلی کوي، خو بیا هم امید په کار دی او مبارزه به کوو.»

د روغتیايي مسوولینو د معلوماتو له مخې، اوسمهال دوی په دې بریالي شوي چې هغو ټولو سیمو ته واکسین ورسوي چې له دې وړاندې  د نا امنیو له امله ماشومان په کې له واکسین بې برخې وو.

همدارنګه دوی زیاتوي، هڅې روانې دي چې د واکسین په وړاندې شته ناسم افکار او اندونه هم له منځه یوسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist