Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/13

د هېواد په ختیځ زون کې د ماشومانو ګوزڼ(پولیو) ضد واکسین په دې کمپاین کې به د ختیځ زون په کچه یو میلیون او ۴۰۰ زره تر پنځو کالو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د چارواکو په خبره، د واکسین په دې کمپاین کې به یوازې په ننګرهار ولایت کې ۹۰۰زره ماشومان واکسین شي.

چارواکي دغه راز وایي، د واکسین په دې کمپاین کې به ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو ترڅنګ، د ویټامین اې کپسولونه هم ورکړل شي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین الله شریف وايي: « په ټوله مشرقي حوزه کې ۱ میلیون او ۴۰۰ زره ماشومانو ته واکسین تطبیقېږي چې له ډلې یې په ننګرهار کې ۹۰۰ زره ماشومان دي. همدارنګه له ۶ میاشتو پورته عمر لرونکو ماشومانو ته وټامین اې کپسول هم ورکول کېږي.»

ختیځ زون کې د کتلوي معافیت ادارې مسوولین بیا وايي، د ویټامین اې له ورکولو څخه موخه دا ده چې د ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو جسمي دفاعي سیسټم پیاوړی او همدارنګه د شپې نه لیدلو(شب کورۍ) له ناروغۍ خوندي پاتې شي.

ختیځ زون کې د کتلوي معافیت ادارې آمر ډاکټر حکم خان ګلابزوی وايي: « شاوخوا ۱ میلیون او ۳۰۰ زره تنو هغو ماشومانو ته ویټامین اې کپسولونه ورکول کېږي چې له ۶ میاشتو تر ۵ کالو عمر لري. دغه کپسول د ماشومانو د معافیتي سیسټم په پياوړي کولو، ودې کولو او دغه راز د شب کورۍ په له منځه وړلو کې ډېر رول لري.»

همدارنګه، روغتیايي مسوولینو د دې کمپاین پيلولو مراسمو کې د خبرو پرمهال ویلي چې د پولیو واکسین د پوښښ ساحه تر پخوا ډېره پراخه شوې او دوی هغو ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه کوي چې په وروستیو کې د پاکستان پوځي رژیم د توپچي بریدونو له امله بې ځایه شوي.

د دوی په خبره، هڅه کېږي دغه ماشومان له واکسین پاتې نه شي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس په دې اړه وايي: « هغو ساحو ته زموږ ټیمونه مخکې هم ورتلل چې له خپلو مېنو بېځایه شوي، اوس مو دغو ساحو ته نور ټیمونه هم ګومارلي. همدارنګه هغو کسانو ته به هم رسېدنه وشي چې خپلو کورونو ته ستانه شوي. زه ډاډ ورکوم چې هېڅ یو کس به له واکسین پاتې نه شي.»

ختیځ زون کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولینو د معلوماتو له مخې، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې یاده حوزه کې د پولیو هېڅ انساني یا محیطي پېښه نه ده ثبت شوې او ټینګار یې کوي چې که ولسونه په دې برخه کې خپله همکاري زیاته کړي، ممکن ختیځ زون له  ګوزڼ پاک اعلان شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist