Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/18

ختيځ زون کې د ماشومانو د ګوزڼ(پولیو) ویروس له منځه وړلو کمپاین د پرانستې مراسمو کې روغتیایي چارواکي وايي، پلان لري چې د ٦زره ۱۰۰ تنو رضاکارانو له لارې په ټول زون کې له پنځو کلونو څخه کم عمره شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره ماشومان واکسین کړي.

ختیځ زون کې د کتلوي معافیت ادارې آمر ډاکټر حکم خان ګلابزوی وايي: « دا کمپاین د دوشنبې په ورځ پیل کېږي او څلور ورځې به ادامه ولري. په دې کمپاین کې به هغه ټول ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کالو کم وي. موږ په ننګرهار کې ۹۱۴ زره او د ټول زون په کچه یو میلیون ۳۸۴ زره تر پنځو کالو کوچني ماشومان لرو.»

چارواکو د دې کمپاین د پیل په مراسمو کې زیاته کړه، اوسمهال دوی د ختیځ زون ٩٨ سلنه سیمې د واکسین تر پوښښ لاندې لري او تېرو دوه کلونو کې یاد زون کې نه کومه محیطي او نه هم انساني پېښه ثبت شوې.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوی امین الله شریف وايي: « موږ په تېرو دوو کالو کې خپل هدف تر ۹۸ سلنو پوره کړی، داسې چې په تېرو شپږو میاشتو کې هېڅ ډول محیطي او انساني پېښه نه لرو. موږ هڅه کوو په نږدې وخت کې خپله حوزه له پولیو پاکه اعلان کړو.»

ننګرهار مېشتي وایي، که ولسونه د پولیو واکسین له رضاکارانو سره مرسته وکړي او پر وخت خپل ماشومان واکسین کړي، دا لاعلاجه ناروغي په بشپړه توګه له منځه تلی شي.

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالغفار وايي: « زه په ولسونو غږ کوم چې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شوی او دوی دې خپل ماشومان په وخت سره واکسین کړي. پولیو داسې ناورغي ده چې هېڅ ډول علاج نه لري او ماشومان د تل لپاره فلجوي.»

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالوهاب وايي: « زه په هر وګړي او هر کس غږ کوم چې خپل له پنځو کالو ټول کوچني ماشومان واکسین کړي، ترڅو د فلج له ناوړه ناروغۍ وژغورل شي.»

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، ختیځ زون کې د پولیو واکسین د کمپاین پرمهال د ولسونو ونډه مهمه ده او هڅه یې داده چې د یادې حوزې سل سلنه سیمې د واکسین تر پوښښ لاندې راولي او یاده حوزه له پولیو پاکه اعلان کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist