Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت: بې کیفیته درمل وړاندې کوونکو ته به سخته سزا ورکړل شي

حکومت: بې کیفیته درمل وړاندې کوونکو ته به سخته سزا ورکړل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/18

له پاکستانه د درملو وارداتو د محدودولو په اړه د حکومت له لارښوونې وروسته، تازه چارواکو د درملو توليدوونکو او واردوونکو شرکتونو ته د بې کيفيته درملو د عرضې په اړه خبرداری ورکړ.

د چارو ادارې ریيس د ملي پوهنتون له لوري د درملو د منطقي کارونې تر سرلیک لاندې دوه ورځني کنفرانس ته ويلي، حکومت په تېرو څلورو کالو کې د زیاتې اندازې بې کیفیته درملو پر سوځولو سربېره، په ګمرکونو کې هم د ورته کيفيت لرونکو درملو محصول ته اجازه نه ده ورکړې.

د چارو اداري ریيس نورالحق  انور وايي: « اسلامي امارت قوانین وضع کړل او توشېح شول، دغو کسانو ته سختې سزاګانې ټاکل شوې دي. دا د اسلامي امارت د رهبرۍ لیدلوری دی. د قوانینو د توشېح په غونډه کې زه ناست وم؛ په قانون کې کوچنۍ سزاګانې وضع شوې وې، خو امر وشو چې سختې سزاګانې ورکړئ؛ ځکه هغه څوک چې بې کیفیته او جعلي درمل راوړي، دا یو انسان نه وژني بلکې د پوره ملت د تباهۍ اراده یې کړې.»

دا په داسې حال کې ده چې ځينې نور چارواکي بيا اعتراف کوي چې اوس هم روغتيايي مرکزونه مسلکي کسانو له کمبود سره مخ دي او زياتوي چې له دې امله د رامنځته شوې ستونزې حل لپاره زيات کار ته اړتيا ده.

د اقتصاد وزیر دین محمد حنيف وايي: « د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره اړتیا ده چې د ښوونیز نظام او د کاري بازار د اړتیا ترمنځ فاصله کمه او وزګارتیا راکمه شي. همدارنګه د اقتصاد مهم سکټورونه تقویه شي او  مهارت زده کوونکو ثبات نظام رامنځته شي. باید د کاري بازار علمي تحلیل وشي.»   

د اقتصاد وزیر دغه راز وايي، یو شمېر ډاکټران خپلې نسخې په شفري ډول لیکي چې دې چارې خلک له ستونزو سره مخ کړي. بله خوا، د خصوصي سکټور استازي وايي، حکومت دې د درملو تولیدونکو او وارېدونکو شرکتونو او نورو پانګوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړي. د دوی په خبره، پانګوال د برېښنا له کمبود او مالياتي ستونزو سره مخ دي.

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې ریيس خالد احمد حبیب وايي: « له مالیې وزارت څخه مو هیله دا ده چې د مالیې په برخه کې له سوداګرو، تعلیمي او تحصیلي سکټور او صحي سکټور سره مرسته وکړي او مالیات یې کم کړي، ترڅو دغه سکټورونه پر خپلو پښو ودرېږي. موږ به دا پيسې د یادو سکټورونو پر ودې او پرمختګ ولګوو، بیا که مالیات ډېر هم واخیستل شي، موږ ورته چمتو یو.»

د ماليي وزارت چارواکې بیا وايي، حکومت پانګوالو ته په ټولو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي او لا هم هڅې روانې دي چي پاتې ستونزې يي حل کړي. د دوی په خبره، ګمرکونو کې ځانګړي ټېمونه ګمارل شوي، ترڅو هېواد ته د وارېدونکو موادو جدې پلټنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist