Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/01

د ملي دفاع وزارت د روغتیایي چارو قوماندانۍ د (طبي اخلاقو او مسلکي مسوولیت) تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس ترسره کړ. په دې دوه ورځني کنفرانس کې د هېواد د بېلابېلو روغتونونو ډاکترانو، متخصصانو او د روغتیا برخې کارکوونکو ګډون کړی و.

د دې کنفرانس پر مهال یو شمېر حکومتي ادارو د هېواد په روغتیايي سکټور کې د طبي اخلاقو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د دوی په خبرو، د معاینې پرمهال له ناروغ سره ناسم چلن، له اړتیا پرته د ډېرو طبي معایناتو او درملو تجویز، د تخصص نه موجودیت، د ناروغانو ترمنځ تبعیضي چلن او په درملنه کې ناغیړي د ډاکټرانو ترمنځ د طبي اخلاقو خلاف کړنې یادیږي.

دوی د ناروغ د خصوصي حریم د خوندیتوب او د محرمیت پر ساتنې سربېره، له ډاکټرانو غواړي چې د درملنې پرمهال د ناروغ بشپړ رضایت ترلاسه کړي او د غوره درملنې په موخه خپله طبي وړتیا لوړه کړي.

د ریاست الوزار اداري مرستیال بیا په دې اړه د دفاع وزارت جوړ شوي سیمنیار کې جګړې او نورې ټولنیزې ناخوالې د طبي اخلاقو د نه مراعت لوی لاملونه بولي.

مولوي عبدالسلام حنفي وايي: « زموږ ګران هېواد د تحولاتو پرمهال د نورو برخو په څېر، له طبي پلوه هم متضرر شوی دی. د طبابت اخلاق هم یو له هغو مواردو دي چې د تحمیلي جګړو له امله یې زیان لیدلی.» 

بله خوا، د دفاع وزارت مسوولین پر ډاکټرانو نیوکه کوي چې د حکومت له بندیزونو سربېره ناروغاتو ته لاهم د پاکستان قاچاقي او په بازار کې پاتې درمل لیکي.

د دفاع وزارت د لوی درستیز د روغتیايي چارو قومندان طاهر احرار وايي: « زه به څو هغو ټکو ته اشاره وکړم چې ډاکټرانو یې له لارې نه یوازې د طبابت سپکاوی کړی بلکې د هېواد خپلواکي یې هم تر پښو لاندې کړې ده. ستا د ناغېړۍ له امله زموږ ناروغان په تورخم کې سره لمر ته ولاړ دي او د یوه فاسد هېواد په وېزه اخستلو تر ۲۰۰۰ ډالرو لګوي. ډاکټر صاحبانو! ستاسو اخلاقو دولتي روغتونونه داسې حالت ته رسولي چې څوک نه پوهېږي دا روغتونونه دي که ګودامونه.»       

د دوی په باور، د طبي اخلاقو نه رعایت کېدل د هېواد پر ډاکټرانو باور پیکه کړی او له همدې کبله یې ډېری ناروغان د درملنې په موخه بهر تللو ته اړ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی
روغتیا

سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

جون 30, 2026
کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist