Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلال اباد ښاریان د زیګاپ په نوم درملو د بندیز غوښتنه کوي

جلال اباد ښاریان د زیګاپ په نوم درملو د بندیز غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/31

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې ځینې ځوانان له درملتونو نشه کوونکي درمل او ګولۍ له نسخې پرته اخلي او د نشې لپاره يې کاروي.

دوی وایې، ځینو درملتونو کې د زیګاپ په نامه ګولۍ خرڅېږي چې د ډاکټرانو له سپارښتنې او نسخې پرته يې ځوانان اخلي او د نشې لپاره یې کاروي.

 دوی له عامې روغتیا وزارت د دغو ګولیو د پلور بندېدو غوښتنه کوي.

د جلال اباد ښار یو اوسېدونکی وايي:« درملتونونه دا ګولۍ بې له نسخې خرڅوي. موږ له دولت غوښتنه کوو چې د نورو نشه يي توکو ترڅنګ، د دغو ګولیو د فروش مخه ونیسي؛ ځکه چې زموږ ډېر تنکي ځوانان په دې ګولیو روږدي شوي دي.»

د جلال اباد یو بل اوسېدونکی وايي: « درملتونونه د زیګاپ په نوم نشه يي ګولۍ خرڅوي، له دولت غوښتنه کوو چې د دې مخه ونیسي. دا ډېر تاوانونه لري او خلکو ته یې کورنۍ ستونزې جوړې کړې دي.»

په همدې حال کې روغتیا پالان د ډاکټر له مشورې پرته د زیګاپ ګولیو استعمال ناسم ګڼي او وايي، د دې ګولیو زیات کارول د اعتیاد سبب کېږي او جانبي عوارض هم لري.

د رواني ناروغیو ډاکټر میرویس دانش وايي: « دا ګولۍ د اعتیاد سبب کېږي او د بدن د وزن زیاتېدو، د پښو او لاسونو د پړسوب او دغه راز د ګنګسیت او سرګرځېدلو لامل کېږي. همدارنګه د استفراغ، فشار ټیټېدو، تنفسي ستونزو پيدا کېدو او که په اوږدمهاله توګه وکارول شي، کاروونکي ته د ځان وژنې فکر پیدا کوي.»

که څه هم د ننګرهار روغتیا ریاست د دې موضوع په اړه څه نه وايي مګرامنیه قومنداني ډاډ ورکوي چې پر درملتونو او روغتونو څار کوي او هېڅ ډول ناقانونه کړنو ته اجازه نه ورکوي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طییب حماد وايي: « یوازې ډاکټرانو ته اجازه شته چې د دې ډول درملو او ګولیو مشخصه اندازه تجویز کړي. بل چا ته د دې درملو د پلورلو اجازه نه شته. امنیتي ځواکونه د دغو درملو پر فروش څارنه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره اوونۍ هم د ننګرهار امنیتي مسوولینو په دې ولایت کې د لسګونه نشه یي ګولیو د نیولو خبر ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist