Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بې پولې ډاکټران:هرات کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره زیات شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/28

په هرات ولایت کې د بي پولې ډاکترانو د ماشومانو څانګې روغتون یوې مسوولې جولي له شمشاد نیوز سره په خبرو کې وویل، د تېر کال د جون او سپټمبر میاشتو شمېرو ته په کتو سږکال  د خوارځواکو ماشومانو شمیر کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. 

جولي وايي:« تیر کال د ایم اس ایف دې مرکز کې ۴۲ بستره وو، خو په سپتمبر میاشت کې د ناروغانو شمیر زیاتوالي سره چې په ورځ کې ۱۰۰ ناروغانو پورې رسېده، موږ اړ شو، چې د بسترونو کچه ۷۴ ته ورسوو، تر څو وکولای شو هر ناروغ ته یو بستر ورسېږي.

که چېرې د ناروغانو شمېر له تېر کال سره  پرتله کړو، نو ویلی شو، چې د ناروغانو شمېر شااوخوا دوه برابره شوی دی، چې په دغه مرکز کې بستر کېږي.»

جولي وايي، بستر شوي ماشومان له هرات سربېره د بادغیس او نورو ولایتونو څخه هم راغلي دي .

هغه ماشومان، چې پر خوارځواکۍ اخته شوي، وزن يې کم دی، تبه، پاړسوب اسهال او کانګې لري.

د یوه ناروغ ماشوم مور وايي:« هو! ډاکټران کوښښ ډېر کوي، بس د ده ناروغي لږ سخته ده. ناروغي يې د زړه ده، کوښښ کوي. خیر دې يوسي. ناروغي يې دغه ده، چې اسهال دی، استفراغ دی، پښې يې پړسېدلي دي او تبه لري.»

هرات  او شااوخوا ولایتونو کې له کووېډ ۱۹ وراخوا اوږده جګړه، طبیعي پېښې، د خلکو بې روزګاري او د مناسبو خوړو کمښت هغه لاملونه بلل کېږي، چې خوارځواکي يې ډېره کړې ده.

د یوه ناروغ ماشوم مور وايي:«لس ورځې کېږي، چې دلته بستر دی، دی ناروغ شوی و. اسهال وه، ډاکټر ته مو یوړ، ښه نه شو، بیا يې خط راکړ او دلته مو راوړ بیستر مو کړ.»

هرات کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر داسي مهال ډېریږي، چې په وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د سختې لوږې او بې وزلۍ د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.

د بي پولي داکترانو روغتون مسوولین له خلکو غواړي، چې خپل ناروغ ماشومان پر وخت ډاکټر ته ورسوي.

هرات کې د بي پولې داکترانو د ماشومانو څانګې مسووله  جولي وايي:« زما په آند د خلکو منځ کې باید عامه پوهاوی زیات شي. میندې باید د شدیدې خوارځواکۍ نښو باندې پوهې شي، ترڅو دوی وکولای شي، خپل ماشومان د ولسوالۍ د خوارځواکۍ درملنې د سکرین مرکز ته یوسي. هلته باید  ډاډ ترلاسه کړي، چې ماشوم یې شدیدې خوارځواکۍ سره نه وي مخ شوی، ځکه که ناروغ ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ څخه وکړېږي او ناوخته روغتون ته یوړول شي نو د ماشوم ناروغ ژوند ته لا سخت ګواښ پېښېدلی شي.»

روغتیا پالان وايې خوارځواکي د ماشوم په وجود کې د غذايي موادو د کمښت له امله رامنځته کېږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist