Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې لسګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

بلخ کې لسګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/19

خوارځواکي هغه ناروغي ده، چې له نورو عواملو سربېره وخت ناوخت د جنیټیکي او وینې اختلال له امله په ماشومانو کې پیدا کېږي.

پر خوارځواکۍ اخته شوي، چې د بلخ په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، له خلکو د بشپړې درملنې په موخه د وينې غوښتنه کوي.

پر خوارځواکۍ اخته اورانوس وايي: «له درې میاشتنۍ راهیسې تر ۱۷ کلنۍ پورې زه همداسې یم. زه له خلکو غواړم چې ماته وینه اهداء کړي او ما د درملنې لپاره بهر ته واستوي.»

پر خوار ځواکۍ اخته تجلا بیا وايي:« موږ زیاتې ستونزې لرو. له شتمنو کسانو غوښتنه کوم چې زموږ اړتیاوې پوره کړي.»

د بلخ روغتيایي مسوولین وايي، دا مهال ۲۴۴ ماشومان د خوارځواکۍ پر ناروغۍ اخته او دغه روغتون کې تر جدي مراقبت لاندې دي، چې هر یوه ته په اوونۍ کې درې ورځې وینه تزریق کېږي.

د بلخ حوزوي روغتون د خوارځواکۍ درملنې څانګې مسوول حیات الله سالار: « د بانک خون په همکارۍ مو دوی ته رسمي کتابچې ورکړې. له موږ سره ۲۴۴ تنه ماشومان راجسټر دي، خو د ټول زون پر کچه ۳۰۰ تنه ناروغان لرو چې په اوونۍ کې ۳ ځله وینه ورکول کېږي.»

د ډاکټرانو پر باور خوارځواکي له مېندو ماشومانو ته هم د لېږدېدو وړ ده او په وجود کې د وینې کمی رامنځته کوي.

د دوی په خبره که يې درملنه ونه شي، د مړینې لامل ګرځي.

ډاکټر حبیب‌الله وايي:« د دغو ناروغانو فیصدي زیاته ده. که چېرې مور او پلار هم په دې ناروغۍ اخته وي، هغوی ناقلین دي او اولادونو ته یې لږدوي. موږ درې ډوله تلاسیمیا لرو، خفیفه، متوسطه او شدیده. خفیفه هغه یې ډېر خطر نه لري خو شدیده خورا خطرناکه ده.»

که څه هم هېواد کې پر خوار ځواکۍ د اخته ناروغانو کره شمېر مالوم نه دی، خو د بلخ حوزوي روغتون مسوولین  وايي، روان کال کې تر دې مهاله د شمال زون پر کچه ۳۰۰ ناروغانو ثبت کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو
روغتیا

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي
روغتیا

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی
روغتیا

سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

جون 30, 2026
کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist