Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/04

د بلخ حوزوي روغتون چارواکي وايي، د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې څه باندې ۲۱ زره ماشومان زېږیدلي چې له ډلې یې څه باندې ۶۰۰ ماشومان له طبیعي وخت وړاندې زیږېدلي او ۴۲۳ نور  مړه شوي دي. 

د بلخ عامې روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ وايي: « د روان کال په تېرو لسو میاشتو پرمهال په بلخ حوزوي روغتون کې له ۲۱ زرو زیات ماشومان زیږېدلي چې له ډلې یې ۴۲۳ تنه مړه او ۵۸۴ تنه نور له وخت څخه وړاندې زیږېدلي دي. دا روغتون د ټول شمال زون په کچه روغتون دی او له دې امله د ولادي ناروغانو راتګ ورته زیات دی.»

د حوزوي روغتون ډاکټران دغه راز وايي،  د وینی لوړ فشار، شکر ناروغي، د پښتورګو التهاب، ناسمه تغذیه، سخت کار، د رحم غیر نورمال حالت او په ډېر کم او یا ډېر زیات عمر کې میدواره کېدل، هغه لاملونه دي چې ماشومان له طبیعي وخت یانې ۹ میاشتو وړاندې نړۍ ته راځي.

د ماشومانو څانګې متخصص ډاکټر شکرالله مرادي وايي: « د وینې لوړ فشار، استرېس، له ۱۸ کالو ښکته او له ۳۵ کالو پورته د میندو عمر او ناکافي تغذیه هغه عوامل دي چې له امله یې ماشومان له وخت څخه وړاندې نړۍ ته راځي.»

بله خوا، ناروغ لرونکي کسان د بلخ حوزوي روغتون له روغتیایي خدماتو خوښ دي، خو له مسوولو چارواکو د عصري طبي تجهیزاتو او د لازمو اسانتیاوو  برابرولو غوښتنه کوي.

د مزار ښار اوسېدونکی حفیظ الله وايي: « په روغتون کې خدمات ښه دي او درمل هم په خپل وخت ورکوي. موږ د دوی له کارونو خوښ یو.»

د مزار ښار اوسېدونکی فقیرمحمد وايي: « شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي چې زما ماشوم د اطفالو څانګه کې بستر دی، ډاکټران ښه خدمت کوي او وړیا درمل ورکوي. موږ له بهر څخه څه نه راوړو.»

ډاکټران د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره سپارښتنه کوي چې ښځې باید د میدوارۍ پرمهال له سالمې تغذیې ګټه واخلي، منظمې روغتیایي معاینې ترسره کړي، له درنو کارونو او د نشه یي توکو له کارولو ډډه وکړي.

د دوی په خبره، د دوو ماشومانو د زېږون ترمنځ باید لږ تر لږه د ۱۸ میاشتو واټن موجود وي، ترڅو له وخت وړاندې د ماشوم زیږېدلو مخنیوی وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist