Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/18

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نوم نه ښودلو په شرط په منځني ختیځ کې د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل او امریکا پر ایران د بیا ځل بریدونو په موخه د چمتوالي په حال کې دي او دا جګړه بيا پیلوي.

ورځپاڼې په دې اړه د راپور په خپرولو سره ویلي، ممکن دا جګړه راتلونکې اوونۍ پیل شي او د تېر په پرتله ښايي شدیده او خونړۍ وي.

ایراني لوري بیا تراوسه په دې تړاو څه نه ویلي مګر له دې وړاندې یې پر ایران د هر ډول برید ته د ځواب ورکولو خبرداری ورکړی و.

تحلیلوونکي بیا وايي، دغو ګواښونو ته په کتو د جګړې د بیا ځل پیل کېدو احتمال زیات دی او دا ځل به یې پایلې هم خطرناکې وي.

دوی پر ایران د امریکا او اسراییلو له لوري د سختو بريدونو اټکل کوي، خو په خبره يې، ايران به يې په ځواب کې اسراییل او په سيمه کې د امريکا پر اډو سربېره د ياد هېواد د متحدانو د نفتو او اوبو زېربناوې په نښه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د امریکا، د اسراییلو یا د هغو خلکو چې د دې جګړې لپاره طرحه او پلان جوړ کړي، دا پلان ډېر پخوا جوړ شوی او اوس یوازې عملي کېږي. ټرمپ یوازې د دې ماموریت یو قرارداد ترسره کوي. زه فکر کوم چې دا جګړه به ډېره خونړۍ وي، امریکا او اسراییل به پر ایران حملې کوی او ایران به پر اسراییلو او د امریکا په اډو او بېړیو باندې.»

شنونکي وايي، د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې بيا پیلېدو له اغېزو به د سیمې ترڅنګ افغانستان هم خوندي نه وي.

دوی وايي، دا چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې احتمال لوړ دی، نو د سیمې امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضیعت به لا پسې کړکېچن او د توکو بيې به لوړې شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا جګړه چې څومره غځېږي، نه یوازې به یې اغېزې پر ایران ژورېږي بلکې ورسره به د سیمې او عربي نړۍ هېوادونه هم اغېزمن شي. تاسو وینئ چې د عربي نړۍ ګڼ سکټورونه که هغه د انرژۍ سکټور دی، که دې تېلو یا سوداګرۍ دا ورسره درېدلي دي. دغه راز په سیمه کې د افغانستان او سوېلي اسیا هېوادونه دي چې راکړه ورکړه یې د ایران له لارې کوله، اوس هغه ټکنۍ شوې ده. اړتیا ده چې د دې ستونزې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه حل لاره پیدا شي.»

د نظرخاوندان بیا وايي، جګړه د حل لار نه ده او ستونزې تل د خبرو او مفاهمې له لارې حل شوې دي. دوی زياتوي، اوس اړتیا ده چې چین او روسیه د دې احتمالي جګړې د مخنیوي هڅې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « تېرې تجربې وښوده چې جګړه د حل لاره نه ده. زما په نظر د سیمې ستر هېوادونه لکه چین او روسیه او دغه راز عربي هېوادونه باید ګډې هڅې وکړي چې د ایران شخړه په سوله ییزه توګه حل کړي، دا به د ټولو په ګټه وي؛ که چېرې دا جګړه بیا پیل شي، په ټوله سیمه او ځانګړې توګه افغانستان به ډېر منفي اغېز ولري.»

له دې وړاندې د امریکا جنګ وزیر په دې تړاو د دې هېواد استازو جرګې ته ویلي و چې پنټاګون په منځني ختیځ کې هر ډول وضیعت ته د چمتوالي لپاره ځانګړي پروګرامونه لري.

نیویارک ټایمز بیا د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، که ولسمشر ټرمپ پر ايران د برید پرېکړه وکړي، نو دا ځل به پر هوايي بريدونو سربېره د ځمکې له لارې هم پر ايران بريدونه کوي او غني کړي يورانيم به ترې وړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026
د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی
نړۍ

د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی

اگست 6, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

اگست 27, 2026
د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

اگست 27, 2026
لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

اگست 27, 2026
شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

اگست 27, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist