Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – جاپان روغتون: د کورونا وبا مثبتو پېښو کې بیا زیاتوالی راغلی 

افغان – جاپان روغتون: د کورونا وبا مثبتو پېښو کې بیا زیاتوالی راغلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/10

په کابل کې د کورونا وبا ناروغانو تر ټولو لوی روغتون افغان – جاپان  مسوولین وايي، د کورونا وبا مثبتو پيښو  کې بیا زیاتوالی راغلی او هره ورځ ورته لسګونه ناروغان مراجعه کوي.

د یاد روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول ډاکټر مېړنی براتزی وايي:« د اختر له ورځو وروسته افغان جاپان روغتون کې د کورونا وبا د ناروغانو مراجعینو تعداد زيات شوی دی. تقريبا موږ ته په او بي ډي او عاجل برخه کې هره ورځ له ۵۰ زیات ناروغان مراجعه کوي، چې دوی د کورونا ناروغۍ علایم لري. همدا رنګه د مرګ کچه له تېرو موجونو څخه په دې موج کې ډېره کمه وه. موږ په روغتون کې پوره امکانات لرو. زموږ ډاکټرانو په مختلفو برخو کې کافي ټرينګونه اخیستي دي او کافي تجربې لري.» 

د اسلامي امارت د روغتيا وزارت ویاند جاوید هژیر بیا وايي، تېره يوه مياشت کې يې له ۲۲ زرو زیاتو شکمنو ناروغانو ټيسټونه اخیستي دي.

هژیر وايي، تیره میاشت ورسره له زرو زیاتې مثبتې پيښې ثبت شوي او یو شمیر ناروغان مړه شوي هم دي.

هغه زیاته کړه:« د تېرې اوونۍ په جریان کې له ۳۳۸۹ شکمنو ټيسټونه اخیستي ول،چې  ۱۵۶ مثبت ول. له دې جملې  څخه ۱۰۶ کسان روغ شوي دي او خوشبختانه د مرګ کومه پېښه نه لرو. موږ چې د تېرې يوې میاشتې په جریان کې چې ۲۲۱۰۳ ټيسټونه اخیستي و، له دې جملې یې ۱۰۲۱ کسان مثبت ۳۹۱ روغ شوي دي او ۱۲ کسان ترې وفات شوي هم دي.» 

په ورته وخت کې هژیر وايي، د مثبتو پېښو وروستي ارقام د اندېښنې وړ دي او په خبره یې د مهار لپاره یې د واکسینو د تطبيق چارې ګړندۍ کړي. 

 هغه زیاته کړه:« موږ اوس مهال پوره روغتيايي امکانات لرو، په ټولو ولایتونو کې ۱۷ روغتیايي مرکزونه لرو. د واکسینو پروسه هم په ښه شکل سره روانه ده. د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته ۴،۸ میلیونه کسان واکسین شوي دي او ۲،۸ میلونه ډوزه واکسین لا هم د تطبيق لپاره لرو.»

د مالوماتو له مخې، په هېواد کې له پيله تر اوسه پورې د کورونا وبا  ۱۷۸ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي، ۷۸۹۴ کسان مړه شوي  او پاتې نور ښه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، خلک دې د کورونا وقايوي تدابیر له ياده نه باسي او په دغه برخه کې دې خاصه پاملرنه وکړي.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist