Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/20

ګوزڼ یا پولیو هغه ساري ناروغي ده چې ډېری ماشومان د ژوند په لومړیو کلونو کې پرې اخته کېږي او د بدن عصبي سیسټم اغېزمنوي. په ځینو مواردو کې د دایمي فلج او نورو جدي ستونزو لامل کېدای شي.

د دې ناروغۍ لپاره ځانګړی درملنه نه شته، خو د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي.

د پولیو پر وړاندې واکسین د ماشومانو د خوندي ساتلو تر ټولو اغېزناکه لاره بلل کېږي چې له کلونو راهیسې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د دې ناروغۍ د کمولو او له منځه وړلو لپاره کارول کېږي.

اوس مهال د پولیو له منځه وړلو نړیوال نوښت په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د پولیو ویروس د څلورو نویو پېښو د ثبت کېدو خبر ورکړی. د نوښت له خوا خپاره شوي راپور پر بنسټ، دا تازه پېښې په هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د پولیو له منځه وړلو نړیوال نوښت ویلي: « په روانه اوونۍ کې په ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د پولیو څلور نوې پېښې ثبت شوې دي.»

موږ د دې موضوع په تړاو د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان سره په ځلونو اړیکه وکړه، خو د راپور تر خپرېدو یې خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت په خپل راپور کې زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس ټولټال ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

تر اوسه د افغانستان عامې روغتیا وزارت د دغو تازه پېښو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې
روغتیا

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو
روغتیا

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي
روغتیا

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی
روغتیا

سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

جون 30, 2026
کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

جولای 20, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026
شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

جولای 20, 2026
د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

جولای 20, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist