Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان د سرطان کنترول نړیوال کنوانسیون بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ

افغانستان د سرطان کنترول نړیوال کنوانسیون بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/19

د عامې روغتیا وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د دغه وزارت د معالجوي طب عمومي ریاست د رهبرۍ او د سرطان کنټرول ملي پروګرام د نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کې یې د سرطان  کنټرول نړیوال کنوانسیون بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

 

خبرپاڼه کې ویل شوي،چې یاد کنوانسیون به په بېلابېلو برخو کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام لکه د سرطان د کنټرول لپاره حق غوښتنه، د ملي او نړیوالو ستراتېژیو سره سم د سرطان کنټرول لپاره د ستراتېژیو او پالیسیو په پراختیا او جوړونه، د سرطان پېښو د کموالي لپاره د ټولنې په کچه د وقايوي ستراتېژیو پراختیا، د پېښو ژر تشخیص، د سرطان تشخیص او درملنې معیاري کول، حمایوي درملنه او نورو برخو کې همکاري کوي.

 

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د سرطان کنټرول ملي پروګرام د مسوولینو په هڅو دغه ملي پروګرام له تور لېسته لېرې او د ۲۰۲۳ کال لپاره  یې د دې کنوانسیون بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

د سرطان  کنترول نړیوال کنوانسیون،چې مرکز یې د سویس په جینوا کې دی، د سرطاني ناروغیو د کنټرول تر ټولو پخوانی نړیوال کنوانسیون دی

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist