Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/21

اروپايي ټولنه وايي چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو روغتیايي خدمتونو ته پراخ او دوامداره لاسرسی کولی شي د میندو د ډېری هغو مړینو مخنیوی وکړي چې درملنه یې کېدای شي.

د دې ټولنې په خبره، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه په کې ثبت شوې ده.

 اروپايي ټولنې دا باور هم څرګند کړی چې روغتیایي خدمتونو ته پراخ لاسرسی او د کیفیت لوړول یې کولی شي چې د دغو مړینو کچه راټیټه کړي.

د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: « د مسلکي روغتیايي کارکوونکو شتون، د میندوارۍ پر مهال منظمې طبي معاینې، خوندي زېږونتنونه او له زېږون وروسته پاملرنه د هغو مړینو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري چې د افغان میندو او ماشومانو ترمنځ هر کال رامنځته کېږي.»

نړیوال روغتیايي بنسټونه بیا وايي چې افغانستان د څو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، د روغتیايي کارکوونکو د کمښت او په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د محدود لاسرسي له امله د میندو او ماشومانو د روغتیا په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبرداری ورکړی چې د روغتیايي سکټور د تمویل کمښت او د بشري مرستو محدودېدل به د ښځو او ماشومانو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو پر وړاندې نورې ستونزې هم زیاتې کړي.

دواړو ادارو د میندو او د تولیدي روغتیا په برخه کې د دوامدارې پانګونې، د روزل شویو قابله ګانو د شمېر زیاتولو او بېړنیو ولادي خدمتونو د پیاوړتیا غوښتنه کړې.

اروپايي ټولنې چې د افغانستان له مهمو بشري مرستندویانو څخه شمېرل کېږي ویلي، د میندو روغتیا، د نسايي روغتیا خدمتونه او د روغتیايي کارکوونکو روزنه یې د ملاتړ له مهمو برخو څخه دي.

د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: « د مسلکي قابله ګانو، بېړنیو روغتیايي خدمتونو او پر وخت طبي مرستو ته د لاسرسي پراختیا کولی شي د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په څرګند ډول راټیټه کړي، خو د نړیوالې پراختیايي بودیجې کمېدو د افغانستان پر روغتیايي نظام فشارونه لا زیات کړي دي.»

په افغانستان کې د میندو مړینی په تړاو دا اندیښنه داسې مهال ښودل شوی چې له افغانستان سره د بشري مرستو کچه خورا ټیټه شوې او دا وېره شته چې روغتیایي خدمتونو کچه نوره هم ټیټه شي.

له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو چې د بودیجې کمښت له امله یې په افغانستان کې له ۱۵۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه تړلي او ورسره میلیونونه خلک له دې خدمتونو بې برخې شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist