د عامې روغتیا وزارت وايي، په نري رنځ یا تبرکلوز د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی، چې له نیمايي زیات یې ښځینه دي.
د یاد وزارت په خبره، د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې ښيي،چې هر کال تر ۷۵ زرو افغانان په نري رنځ اخته کېږي،چې تر ۵۶ سلنې پورې یې ښځې دي.
اخوا روغتیا پالان بیا وايي، تېر ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ د ناروغانو په شمېر کې درې سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د مالوماتو له مخې،اوس مهال په افغانستان کې نژدې ۸۵۰ روغتیايي مرکزونه د نري رنځ درملنې وسایل او اسانتیاوې لري.
۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي