د درملو او خوړو ملي ادارې مشر عبدالباري عمر او د درملو واردونکي لوی شرکتونه وايي، بازار کې درمل شته دی او کومه برخه کې د درملو له کمښت سره نه دي مخ شوي.
دوی هغه ګونګوسې ردوي،چې ګواکې لوی شرکتونه او درملتونونه د درملو له کمښت سره مخ دي.
د درملو او خوړو ملي ادارې مشر عبدالباري عمر وايي، هېواد کې په کافي اندازه درمل تولیدکیږي او وارداتو کې کوم ځنډ نه دی رامنځته شوی.
عمر زیاته کړه:« موږ په دې برخه کې ډېره هڅه کړې،ترڅو د درملو قاچاق مخنیوی وکړو او درمل په قانوني لارو راوړل شي. د درملو واردوونکی باید دلته قانوني اسناد او شرکت ولري. د شرکت قانوني اسناد باید ولري، هغه اسناد،چې د درملو کیفیت تضمین کوي، هغه اسناد،چې د درملو بیې تضمین او کنټرول کوي.دوی باید هغه اسناد په لاس کې ولري.»
په ورته وخت کې عمر وايي، بازار کې یې د خپلسریو مخنیوی کړی اوهېچاته به اجازه ورنه کړي،چې احتکار وکړي او یا بازار انحصار کړي.
هغه زیاته کړه:« دا په حقیقت کې د یو شمېر کړیو کار دی،چې هغوی په رسنیو کې عامه اذهان مخشوش کوي او خلک په وېره کې اچوي،چې دلته درمل نه شته دی. د دې کسانو یوازې هدف دا دی،چې ځینې نامشروع غوښتنې لري، ترڅو خپلې غوښتنې پر اداره باندې ومني. په دغه برخه کې موږ ډېره هڅه کړې،چې عاملین باید عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.»
بل لور ته بیا د درملو د تولیدي کارخونو مسوولین وايي، هغه درمل پلورونکي د درملو له کمښت سره مخ دي،چې له کلونو یې په غیر قانوني او قاچاقي ډول درمل واردول او اوس یې مخنیوی شوی دی.
په دې وروستیو کې د درملو بیې لوړې شوي او درمل پلورونکي یې لامل د درملو کمښت بولي،خو مسوولین دغه ادعاوې او ګونګوسې ردوي او وايي،په کافي اندازه درمل لري.
مسوولین وایي،د درملو په قاچاق بندیز لګیدلی او عاملین به يې د قانون منګلو ته وسپاري.
Discussion about this post