Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ډاکټران: په غواګانو کې د غوټې ناروغي ساري او مرګونې ده

ډاکټران: په غواګانو کې د غوټې ناروغي ساري او مرګونې ده

admin by admin
2022/11/03

لمفي سکين ډيزيز ناروغي،چې د غواګانو د غوټې د ناروغۍ او د غواګانو د وبا په نوم  تشخيص او پیژندل کيږي، د هېواد په ختيڅ کې یې زياتې مثبتې پیښې ليدل شوي دي.

حیواني ډاکټر وايي، دغه ناروغي په لومړيو کې د غواګانو تر پو ستکې لاندې غوټې ته ورته دانې راخيژي او ورسته بیا په زخم بدليږي.

دغه راز  دوی وايي، ياده ناروغي په حيواناتو کې ساري او مرګونې ده.

حيواني ډاکټر محمد ضمير بهسودی وايي:« اخته کيدل په دې ډول دي،چې په غواګانو کې په ټول بدن باندې دانې راخيژي او د دانو له امله  زخم پیدا کيږي او دا  درمنله نه لري.  دا یوه ویروسي ناروغي دهؤ،انسانانو ته نه انتقاليږي البته په حيواناتو کې ساري ناروغي ده.»

بهسودي  وايي، سپارښتنه یې داده،هغه حيوانات چې د يادې ناروغۍ له امله مړه شوې وي، د ځمکې لاندې په دوه مترۍ  کې دېخښ کړل شي، تر څو  نورو حيواناتو ته دغواګانو غوټي ناروغۍ د انتقال مخنيوی شوي.

هغه زیاتوي:«مړ حيوان بايد دوه متره ځمکه کې کنده وکيندل شي او تر خاورو لاندې شي،له د دغه مړ حيوان نور حيواناتو ته هم دغه ناروغي انتقاليږي.»

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین بیا وايي، د يادې ناروغۍ د مخنيوي او د ناروغو غواګانو د  درملنې په موخه يې ۱۰۲ زرو دوزو واکيسن د اخېستلو چارې کړندۍ کړي،خو اخېستل یې نهايي شوې نه دي.

مستعين زیاتوي:«   د کرنې او مالدارۍ وزارت  د يو پې او موسيسي په مرسته باندې شااوخوا ۱۰۰ زره دوزه  واکسين د اخېستلو کار روان کړی دی، خو تراوسه پورې لا سرته نه دی رسیدلی.»

په غواګانو کې د غوټي ناروغي،چې په لومړي ځل یې په پاکستان کې مثبتې پیښې ثبت شوې وي،چې له هغې وروسته  په ختيځ او په ځانګړې توګه ننګرهار کې   د يادې ناروغۍ نښې څرګند شوې،چې له امله یې مال لرونکو ت ته ګڼ مالي زيانونه اوښتي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

جون 15, 2026
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

جون 14, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist