Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عباد: هېواد کې د پولیو واکسین څلور ورځينی کمپاین پيل شو

عباد: هېواد کې د پولیو واکسین څلور ورځينی کمپاین پيل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/24

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي،د پولیو واکسین دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي، او په ټول هېواد کې به له پنځه کلونو کم‌عمره نږدې ۹،۷میلیونه ماشومان واکسین شي.

عباد وايي، سږکال د  ټول هېواد پر کچه د پولیو (ګوزن) ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې،پداسې حال کې چې تیر کال څلور مثبتې پيښې ثبت شوې وې.

عباد زیاته کړه:«  د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې له پنځه کالو کم عمره ماشومان باید ټول واکسین کړو.  الحمد الله په روان ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې موږ د ګوزڼ یوه مثبته پېښه لرو. که دا کال په همدې بڼه منفي ولاړ شي، نو انشاء الله لرې به نه وي،چې پولیو به افغانستان کې له منځه ولاړه شي او افغانستان به له پولیو خلاص شي.»

 په ورته وخت کې عباد وايي، دغه څلور ورځينی کمپاین د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پایته رسیږي،خو په پکتیکا او د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې به له یوې اوونۍ ځنډ وروسته د پولیو واکسین کمپاین  پیل کړي.

هغه زیاته کړه:« متاسفانه،درې  ولسوالیو کې  د خوست سپیره او د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو کې چې حالات بېړني دي، هلته حالت کړکېچن دی، د یادو ولسوالیو بېړني حالت په پام کې نیولو سره ښايي دا کمپاین لږ وروسته پیل کړو. خو د کمپاین اراده مو شته دی، چې  هلته ټول ماشومان باید واکسین کړو.»

د ګوزن ضد واکسین دغه کمپاین په داسې حال کې پیل شو،چې تیر ځل کمپاین کې له پنځه‌کلنۍ کم عمره نږدې لس میلیونه ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکې واکسین ورکړل شول.

د یونېسف په مالي ملاتړ د پولیو واکسین څلور ورځينی کمپاین د دوشنبې پر ورځ پيل شو او په څلورو ورځو کې به ۹ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومانو ته د واکسین څاڅکې ورکړل شي.

روغتیا وزارت له والدینوغوښتي دي،چې له تل پاتې معلولیته د ژغورلو لپاره دې خپلو ماشومانو ته واکسین وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist