پکتيکا او خوست کې د ورستيو زلزلو له امله د زيانمن شویو سره که څه هم عامې روعتيا وزرات او د خيریه بنسټونو له لورې روغتیايي برخه کې مرستې شوي،خو بیا هم ځايي خلک ادعاء لري،چې شوې روعتيايي مرستې کمې او پر وینا یې په نشت حساب دي.
یو تن زلزله ځپلی وايي:« نه درمل او نه هم د نورو توکو مرسته رارسېدلې.»
ترابزی لاهم انديښنه لري،چې زلزله ځپلو سيمو کې صحي وضعيت سم نه دی او اړتيا داده،چې زيانمن شویو ته غوره روغتیايي خدمات برابر شي.
اخوا د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وايي، دوی د پکتيا او خوست زلزله ځپلو سيمو کې عملا د روغتيايي ټيمونو په استولو بوخت دي او هڅه يې داده،چې د نورو هېوادونو له لورې مرسته شوي درمل او نورې لومړنۍ توکي هم تر اغیزمنو کورنیو ورسوي.
هغه زیاته کړه:« د مرستو کومه څپه چې راروانه ده، اسلامي امارت هغه د خپلو کمېټو له لارې،چې هلته یې برابرې کړي، په شفاف او منظم ډول به اړمنو خلکو ته ورسېږي. دا مرستې دوه برخې لري.»
په پکتيا او خوست کې د ورستيو زلزلو له امله نږدې دوه زره کورونه ویجاړ شوي، له ۱۰۰۰ زیات کسان مړه او له ۲ زرو زیات ژوبل شوي،چې زیات یې په دولتي روغتونونو کې بستر دي.
پر کوردننه ګڼ شمير افغانانو او د سيمي هېوادونو او موسسو له لورې اغیزمنو سره پر زياته کچه بشري او مالي مرستې شوي، خو لاهم داسې کورنۍ شته دی،چې د سرپناه او خوراک لپاره څه نه لري.
Discussion about this post