Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان : د افغانستان روغتیایي سیستم تر فشار لاندې دی

 د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې خپل خدمات لا پراخه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/18

 د روغتیا نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په لړ کې افغانستان کې د خپلو ټولو فعالیتونو راپور خپور کړی او په سر کې یې ژمنه کړې،چې په دغه هېواد کې به د خلکو  لپاره خدمات لا پراخه کړي.

په راپور کې ویل شوي،چې  د نورو کلونو پرتله تېر کال ورسره د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، بشري سازمانونو، مرستندویه هېوادونو او افغاني انجوګانو ډېر سخاوت کړی دی،چې له امله یې د دوی خدمات هم د پام وړ پراخه ول. 

دغه راز په راپور کې ویلي،چې  ساحې ته په کتو، د ډېرو روغتیايي خدماتو رسول په دې مانا دي،چې روغتیایي ستونزې او د افغانانو ژوند ته ورپېښ  ګواښونه هم ډېر ول. 

د راپور یوه برخه:« د شري له امله اغیزمن کسان: ۷۷ زره ۲۱۰

د شدید نس ناستي پېښې: ۲۴۲ زره ۵۶۲

د ډنګي تبې پېښې: ۱۲۶۶

د کورونا مثبتې پېښې: ۲۰۷ زره ۶۱۶

د جون میاشتې شدیدې زلزلې له امله مړي شوي: ۱۰۰۰ کسان

د هېواد پر کچه د سیلابونو له امله اغیزمن: ۱۱۰ زره. » 

روغتیا نړېوال سازمان په راپور کې وړاندې راغلي،چې له کورونا وبا سربېره شری او د شدیدي نس ناستې چټکه خپریدا نورې هغه ناروغۍ وې،چې افغانان یې اغیزمن کړل.

یاد سازمان د واکسینو په مرسته د مخه نیونکو ناروغیو له ډلې د پولیو په اړه ویلي،چې تېر کال په ټول هېواد کې یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې. 

د راپور یوه برخه:« د پولیو ضد ورکړل شوی واکسین: څه باندې ۹ میلیونه ډوزه

د شري ضد تطبیق شوی واکسین: ۸ اعشاریه ۱۶ میلیونه ډوزه

د کورونا ویا ضد تطبیق  شوی واکسین: ۱۰ اعشاریه ۸ میلیونه ډوزه.» 

د روغتیا برخه کې د ملګرو ملتونو دې ادارې تېر کال کې د خپلو خدماتو په اړه ویلي،څه باندې ۱۵۲ زرو بیړنیو ناروغانو او له ۳۲ زرو زیاتو غیر بېړنیو ناروغانو ته یې رسېدنه کړې ده.

د یاد سازمان د کلني راپور پر بنسټ، افغانستان کې یې نږدې ۹۵۸ ټنه روغتیایي توکي ویشلي او د ۴۸۹ روغتیاپالانو له روزنې سربېره یې د ناروغیو خپریدا سیمو ته د څار ۱۲۱روغتیايي ټیمونه هم استولي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist