Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سېف د چېلډرن: افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او زده کړو اړوند فعالیتونه بېرته پيلوو

سېف د چېلډرن: افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او زده کړو اړوند فعالیتونه بېرته پيلوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/16

د ماشومانو ساتنې ادارې( سېف د چیلډرن) ویلي،چې افغانستان کې یې ځینې فعالیتونه چې روغتیا، تغذیه او ښوونیزو برخو کې دي، بېرته پيل کوي. 

د یادې ادارې عملیاتي  چارو مشر ډېویډ رایټ ویلي، د ا.اچارواکو ورته د ښځینه کارکونکو د خونديتوب ډاډ ورکړی دی. 

هغه زیاته کړې:«زموږ ډېری فعالیتونه ځڼدول شوي،خو اوس موږ ځینو برخو کې لکه د روغتیا، تغذیه او ځینې ښوونیزو خدمتونو رسولو کې خپل فعالیتونه بیا پيل کوو. موږ له اړونده چارواکو روښانه او ډاډ ترلاسه کړی،چې زموږ ښځینه کارکونکې به خوندي وي او پرته له کوم خنډ څخه به کار کوي.»

د سرپرست حکومت له لورې غیر دولتي موسسو کې پر ښځینه کارکونکو د کاربندیز سره لسګونه مرستندویه ادارو خپل فعالیتونه ځنډولي او زرګونه ښځینه کارکونکي بې دندې شوي.

ډېویډ رایټ ویلي، ښځې د دوی موثر کاري ځواک دی او  ۵۰سلنه فعالیتونه یې ښځې پر مخ وړي او دا اداره پرته له ښځو کار نه شي کولی. 

هغه زیاتوي:«د اقتصاد وزارت له لورې د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر په ۲۴مه د ښځینه کارکوونکو کار بندیز  له حکم سره سم موږ خپل فعالیتونه ودرول. ښځې زموږ په کارونو کې اغېزمنې تمامې شوي. که په ساده ډول ووایو له ښځو پرته کار نه شو کولی. زموږ د کاري ځواک ۵۰  سلنه ښځې جوړوي، د دې ترڅنګ ښځې او نجونې د مرستو رسولو لپاره مهمې دي.» 

د دې ادارې عملیاتي مشر ډېویډ رایټ د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي،چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او اجازه ورکړي،چې ښځینه کارکونکي د افغان ماشومانو او ښځو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې:« په افغانستان کې له ۱۹۷۰ زېږدیز کال تر دې دمه د ماشومانو ملاتړ په برخه کې کار کوو. موږ ژمن یوو،چې ژر تر ژره خپل عادي فعالیت ته راستانه شو.  په طالبانو غږ کوو،چې وروستی بندیز په بشپړه توګه بېرته واخلي،ترڅو زموږ ښځینه همکارانې اجازه ولري، چې ماشومانو او ښځینو سره پر ګډه کار وکړي.» 

د ماشومانو ساتنې ادارې له  ۱۹۷۰ زېږدیز کال راهیسې افغانستان کې مرستندویه ماموریت پیل کړی، وايي تر دې مه یې نږدې ۴ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولي، چې شااوخوا دوه میلیونه یې ماشومان دي. 

ډېویډ رایټ ویلي، کارکونکو ته له ځنډني فعالیت سره سره پوره امتیازات ورکوي او له حاکم چارواکو یې غوښتي دي،چې د  ښځو کار بندیز پرېکړه دې بېرته واخلي.

بل خوا اسلامي امارت د نړیوالو اندېښنې د درک وړ بللي او ویلي یې دي، چې دا بندیزونه لنډمهاله دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist