د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له لورې په کورنیو او بهرنیو غير دولتي موسيسوکې د ښځو پر کار بنديز پریکړه خواشينونکې بلل شوې او ويلي دي چې د ښځينه کار کوونکو له فعالیتونو پرته د دوی کاري بهير له خنډ او ځنډ سر مخ کېدلی شي.
د خبرپاڼې یوه برخه:«زموږ له ۵۱ سلنو ډېر کارکوونکي ښځينه دي. موږ د هغو ۹۰۰ ډاکټرانو، نرسانو او نورو مسلکي کارکوونکو خبره کوو،چې هره ورځ پدې هڅه کې دي، تر څو زرګونه افغانانو ته ممکنه باکیفته روغتیایي خدمات وړاندې کړي. له دوی پرته د ایم.ایس.ایف فعالیتونه خنډ او ځنډ سره مخ کیږي. وروستي فرمانونه د هغو سیستماتیکو هڅو یو بل ګام دی،چې له مخې یې د ميرمنو حضور په عامه ټولنه کې له منځه وړل کېږي.»