د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق( یونېسف) ویلي،د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې یې د نویو زېږېدلو ماشومانو د پالنې لپاره یوه څانګه پرانېسته.
یونیسف پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ژمي په رارسېدو سره په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ زیاتېږي،چې د ماشومانو لپاره د مرګ ګواښ زیاتوي.
یونېسف زیاته کړې،چې د دې ادارې د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو معاشونه د نړیوال بانک په مرسته ورکول کېږي.
اخوا د دغه روغتون يو شمېر مراجعين بیا وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولى خپل کورونه د ماشومانو لپاره ګرم وساتي.
د امریکا جان هاپکنز پوهنتون په دې وروستیو کې ویلي، افغانستان کې میندې او ماشومان روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي له پلوه په بد وضعیت کې دي او ښځینه کارکونکي په سختو شرایطو کې کار کوي.