Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/19

نړیوال بانک د افغانستان د پراختیا په اړه خپل تازه راپور کې د روان ۲۰۲۶ میلادي کال لپاره د افغانستان اقتصادي وده، درې سلنه اټکل کړې، خو ورسره یې ویلي چې سړي سر عاید به ۳.۳ سلنه کم شي.

د نړیوال بانک راپور کې راغلي،  دا درېیم پرله پسې کال دی چې افغانستان کې د سړي سر عاید کچه ټیټېږي او لامل یې د نفوسو ۶.۶ سلنه وده ښودل شوې.

نړیوال بانک په خپل راپور کې دغه راز ویلي، د افغانستان په اقتصاد کې درې سلنه وده د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي له کبله رامنځته شوې، خو له دې سره د کورنیو د پېرلو یا خرید ځواک کم شوی.

د نړیوال بانک په راپور کې زیاته شوې: « د روان ۲۰۲۶ میلادي کال لپاره د افغانستان اقتصادي وده درې سلنه اټکل کېږي، خو د دې برخلاف، د وګړو پر سر اقتصادي تولید یا عاید به ۳.۳ سلنه راکم شي. دا درېیم پرله پسې کال دی چې د سړي سر اقتصادي تولید په کې کمېږي او دا ځکه چې د نفوسو ۶.۶ سلنه وده د اقتصادي ودې له کچې لوړه ده.»

نړیوال بانک دغه راز په خپل راپور کې د افغانانو د بې کارۍ ستونزې ته هم اشاره کړې او وايي، د سړي سر عاید د کمښت اساسي لامل جوړوي. راپور کې زیاته شوې، د روان کال په سپټمبر میاشت کې ورځني مزدوران د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه لږ کاري ورځې موندلې او د هغوی اوونیز عواید د غنمو د اوړو د پېرلو ۲۷ سلنه لږ وس درلود.

د نړیوال بانک په راپور کې دغه راز په افغانستان کې د خواړو د خوندیتوب مسلې ته هم اشاره شوې او په دې ترڅ کې یې د خواړو د خوندیتوب نړیوالې درجه‌بندۍ (IPC)  ته کتنه شوې.

د دغې درجه بندۍ له مخې، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا۱۵.۹ میلیونه کسان د خواړو له شدید نا خوندیتوب سره مخ  دي چې د هېواد نږدې درېیمه برخه نفوس جوړوي.

نړیوال بانک خبرداری ورکړې چې په ژمي کې ممکن وضعیت نور هم خراب شي.

د نړیوال بانک راپور کې راغلي: « د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵.۹میلیونه کسان د خواړو له شدید نا خوندیتوب سره مخ  دي چې د هېواد نږدې درېیمه برخه نفوس جوړوي.   د ۲۰۲۶ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به ۱۹.۲ میلیونه کسان د خواړو له بحراني یا تر هغه ناوړه وضعیت سره مخ شي.»

د نړیوال بانک د وړاندوېینو له مخې، د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۷ کال کې ۳.۳ سلنه او په ۲۰۲۸ کال کې ۳.۵ سلنه وده وکړي؛ خو که دغه وړاندوېینې عملي هم شي، د ۲۰۲۸ کال تر پایه به د وګړو پر سر اقتصادي تولید د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۷ سلنه ټیټ وي.

د نړیوال بانک راپور کې د اوبو کمښت د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز ثبات پر وړاندې یوه له لویو  ننګونو بلل شوې.

نړیوال بانک اټکل کوي چې افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال په منځني ډول ۴.۹ میلیارد متر مکعبه د خوږو اوبو زېرمې له لاسه ورکړې دي.

نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د سوداګریزو لارو د فعالیتونو لا محدودېدل، د افغان کډوالو پراخه راستنېدنه او د نړیوالو مرستو لا کمېدل کولی شي د اقتصادي ودې بهیر کمزوری کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي بیا سپارښتنه کوي چې د اقتصادي ودې او  د سړي سر عاید ترمنځ د انډول رامنځته کولو لپاره اړتیا ده چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

اقتصادي شنونکی، نورالله عزیز وايي: « هغه سکټورونه چې تولیدات ترسره کوي، باید په کې ګمارنه زیاته شي. همدارنګه په خدماتي سکټور کې د ګمارنې کچې لوړوالی او په دې برخه کې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول او په لویه کچه هېواد کې پانګونه او د کانونو سفاف استخراج کولی شي خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

نړیوال بانک هم تقریبا ورته سپارښتنې کړې او وايي، سوداګریزې لارې دې پراخې شي، هغو سیمو کې دې د کار فرصتونه زیات شي چې بېرته راستنېدونکي کډوال په کې مېشتېږي او ښځو او نجونو ته دې د زده‌کړو او کار اجازه ورکړل شي.

همدارنګه، نړیوال بانک د اوبو لګولو د سیسټمونو پر بیارغونې، د اوبو او روغتیايي خدمتونو پر بېرته فعالولو او د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو پر ساتنې ټینګار کړی.

د نړیوال بانک د راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې له محدودې کچې سربېره، میلیونونه وګړي لا هم د عوایدو کمښت، د کار محدودو فرصتونو او د چاپېریالي ستونزو د زیاتېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي
اقتصاد

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

نوومبر 19, 2026
افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې

نوومبر 18, 2026
ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي
اقتصاد

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

نوومبر 17, 2026
جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو
اقتصاد

جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

نوومبر 17, 2026
برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل
اقتصاد

برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

نوومبر 11, 2026
حکومت او عزیزي ګروپ له ګازو او ډبرو سکرو د برېښنا تولید تړون لاسلیک کړ
اقتصاد

حکومت او عزیزي ګروپ له ګازو او ډبرو سکرو د برېښنا تولید تړون لاسلیک کړ

نوومبر 5, 2026

وروستي خبرونه

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

نوومبر 19, 2026
سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نوومبر 19, 2026
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

نوومبر 19, 2026
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

نوومبر 19, 2026
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

نوومبر 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist