Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/19

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د را روانې ډسمبر میاشتې په ۹مه او۱۰مه نېټه د یوې غونډې کوربه دی.

د دې انسټیټیوټ د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا برخې مشرې په دې اړه ویلي چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې پالیسي جوړوونکي، ډېپلوماټان او کارپوهان د سیمې پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه کوي.

په دې شپږمې کلنۍ غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ، د افغانستان او سیمه‌ییز ثبات سره تړلو مسایلو هم خبرې کېږي.

آمنه خان وړاندې ویلي: « په دې غونډه کې پالیسي جوړوونکي، ډېپلوماټان او د سیمه‌ییز سیاست کارپوهان راټولیږي، ترڅو پر سیمه‌ییزو پرمختګونو، د افغانستان او سیمه‌ييز ثبات اړوند مسایلو، د لوېدیځې اسیا پر جیوپولیټیک بدلون، د اتصال برخه کې د مرکزي اسیا پر زیاتېدونکي رول او له افریقايي هېوادونو سره د پاکستان پر پراخېدونکي تعامل خبرې کیږي.»

هاخوا، افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې دا ځل هلته د اسلامي امارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیت، ثبات او ګډو ننګونو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د سیمه‌ییز ثبات پر پیاوړتیا او ګډو ننګونو ته د رسېدو په برخه کې د دوامداره خبرو اترو او د ډېپلوماټیک تعامل پر اړتیا او اهمیت هم بحث شوی.

پاکستان کې د اسلامي امارات شارژدافیر، سردار احمد شکېب وايي: « په دې مهمه لیدنه کې مو د افغانستان او بريټانیې پر اړیکو، د سیمې پر امنیتي مسایلو، د سیمه‌ییز ثبات په پیاوړتیا او ګډو ننګونو ته د رسېدو په برخه کې د دوامداره خبرو اترو او ډېپلوماټیک تعامل پر اړتیا او ارزښت خبرې درلودې.»

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر اړخیزې اړیکې په بشپړ ډول پرې شوې دي او په نږدې راتلونکي کې یې هم د رغېدو څرک نه لیدل کېږي، د افغانستان پر مسایلو بحث ښايي د عادي نورمونو خلاف وي چې پایلو ته یې هم وار له مخه هیلې پیکه دي.

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو اترو د بیا پيل لپاره پاکستان ته افغانستان لپاره د بريټانیا د ځانګړي استازي تر سفر وروسته او هلته یې له بېلابېلو چارواکو سره لیدنې او بحثونه، په دې برخه کې د هڅو د پيل پيغام لېږدوي.

د سیاسي چارو شنونکی، شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر نه کوم دا دې پر افغانستان کوم ځانګړی اغېز ولري؛ ځکه چې د افغانستان او پاکستان موضوع له دې کچې ډېره لوړه ده. مانا دا چې د افغانستان په چارو کې تل د پاکستان پوځ او استخبارات ښکېل دي او د دوی پرېکړې عملي کېږي، نه د ملکي حکومت.»

دا داسې مهال ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د بیا پيل په موخه د بریټانیا د ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي د هڅو په دوام، نوموړي تېره ورځ افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق خان سره هم لیدلي.

که څه هم هغه ډول چې راپور کې راغلي، په دې لیدنه کې په یو لړ نورو مسایلو هم خبرې شوې، خو د پردې ترشا یې د خبرو اصلي محور تر ډېره بریده، د کابل او اسلام اباد ترمنځ خبرو اترو ته د زمینه سازۍ هڅې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي
افغانستان

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی
افغانستان

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

نوومبر 19, 2026
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل
افغانستان

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

نوومبر 19, 2026
جرمني د اسلامي امارت څلور نور ډېپلوماټان منلي دي
افغانستان

جرمني د اسلامي امارت څلور نور ډېپلوماټان منلي دي

نوومبر 19, 2026
تاجیک سفیر: تاجیکستان غواړي له افغانستان سره ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي
افغانستان

تاجیک سفیر: تاجیکستان غواړي له افغانستان سره ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي

نوومبر 19, 2026
د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي
افغانستان

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

نوومبر 18, 2026

وروستي خبرونه

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

نوومبر 19, 2026
سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نوومبر 19, 2026
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

نوومبر 19, 2026
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

نوومبر 19, 2026
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

نوومبر 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist