د افغانستان برېښنا شرکت په کابل کې د یوې غونډې پرمهال له خصوصي سکټور او افغان ملي بانک سره د برېښنا تولیدولو، سب سټېشنونو جوړولو اوبرېښنا مزو لېږدولو په برخو کې د ۱۰ لویو پروژو قراردادونه لاسلیک کړل.
دغه قراردادونه په کابل، بلخ، سمنګانو،غزني، پروان، کندز او هلمند ولایتونو کې تطبیق کېږي.
له دې لسو پروژو څخه څلور هغه یې د لمریزې انرژۍ له لارې د برېښنا د تولید په برخه کې دي چې ټولییز ظرفیت یې ۱۰۰ مېګا واټو ته رسېږي او اټکلیز ارزښت یې شاوخوا ۶۵ میلیونه امریکايي ډالره کېږي.
پاتې ۶ نورې پروژې د برېښنا د لېږد او سب سټېشنونو جوړولو په برخه کې دي چې ټولییز ارزښت یې ۴۰.۴۴ میلیونه امریکايي ډالر اټکل شوی.
د برېښنا شرکت اجراییوي رییس، عبدالحق همکار وايي: « په دې کې د ۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت، د ۱۰۰ مېګاواټو شاوخوا د لمریزې برېښنا د تولید څلور پروژې، همدارنګه د ۴۰.۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت د سب سټېشنونو جوړولو او مزو د لېږد شپږ پروژې شاملې دي. افغانستان د جغرافیايي موقعیت او اقلیمي شرایطو له مخې، د لمریزې انرژۍ د تولید پراخ ظرفیت لري.»
په ورته مهال، د اسلامي امارت یوشمېر لوړ پوړو چارواکو په دې غونډه کې د برېښنا د تولید په برخه کې پر پانګونې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې بهرنیو پانګوالو ته هم په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي، ترڅو په هېواد کې د برېښنا طبیعي سرچینو ته په کتو، د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي وايي: « سره له دې چې ډېرې اوبه لرو، خو موږ ترې ډېره ګټه نه اخلو. همدارنګه د ګازو سترې زېرمې هم لرو چې د استخراج لپاره یې مهم ګامونه پورته شوي دي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي وايي: « بهرنیو پانګوالو ته اوږدمهاله وېزې اعلان شوې دي او د پانګونې لپاره هر ډول سهولتونه او زېربناوې چمتو شوې دي. موږ ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکوو چې د پانګونې لپاره مو هر ډول شرایط برابر کړي دي.»
بله خوا، د دولتي شرکتونو لوی رییس وایي، په هېواد کې د صنعتي فابریکو د پرمختګ اصلي راز په وارداتي برېښنا تکیه کمول او د برېښنا د تولید په برخه کې د سترو پروژو په پلي کولو کې ده. د هغه په خبره، د برېښنا له تولید سر ه به زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د دولتي شرکتونو لوی رییس، مولوي احمد جان بلال وايي: « اقتصادي خپلواکي، صنعتي پرمختګ او د ولس سوکالي په مستقیم ډول د انرژۍ له سکټور سره تړلې ده. تر هغو چې په کور دننه د برېښنا تولید کافي سرچینې ونه لرو او د وارداتي برېښنا له احتیاج څخه خلاص نه شو، تر هغو زموږ فابریکې، صنعتي پارکونه او کرنیز سکټور نه شي کولی په بشپړ ډول سره وده وکړي. نن ورځ د یوه داسې تاریخي او برخلیک ټاکونکي اقدام شاهدان یو چې افغانستان د انرژي واردوونکي هېواد پرځای، پرځان بسیا هېواد بدلوي.»
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري دا پروژې داسې مهال لاسلیک کېږي چې د اسلامي امارت له بیاځل حاکمیت راهیسې، د یاد شرکت له لوري په ټولیزه توګه د ۱۱۷ میلیارده افغانیو په ارزښت، ۵۳ پروژې لاسلیک شوې چې اوسمهال د تطبیق په بېلابېلو پړاوونو کې دي.