Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/19

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر( اوچا) وايي، افغانستان یو ځل بیا د ژمي له موسم سره په داسې حال کې مخ کېږي چې لاهم میلیونونه وګړي، له سختې بېوزلۍ، بې کارۍ او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.

اوچا زیاتوي، د بشري مرستو لپاره د بودیجې ۶۸ سلنه کمښت د مرستندویه سازمانونو د فعالیتونو پر بهیر منفي اغېز کړی او د اړمنو افغانانو د ملاتړ ظرفیت یې محدود کړی.

د دې دفتر  په تازه خپور کړي راپور کې راغلي، د ژمي د را رسېدو له امله مرستندویه ادارې هڅه کوي د اړتیا وړ مرستې او توکي له مخکې برابر کړي، ترڅو له سړې هوا او د لارو د احتمالي تړل کېدو وړاندې اړمنو کورنیو ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر یا اوچا وايي: « افغانستان د ژمي له سختو بشري ستونزو سره مخ دی، د مرستو ۶۸ سلنه بودجه لا هم نه ده برابره شوې. په افغانستان کې د ژمي له رانږدې کېدو سره بشري مرستندویه سازمانونه د ژمي لپاره د چمتوالي هڅې چټکوي، خو د بودیجې کمښت د مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی. مرستندویه سازمانونه هڅه کوي چې لرې پرتو سیمو ته د لارو له بندېدو مخکې اړین توکي ورسوي.»

د اوچا د راپور له مخې، په افغانستان کې د بشري وضعیت کابو کولو لپاره ۱.۷۱ میلیارده امریکايي ډالرو ته اړتیا ده چې یوازې درېیمه برخه یې ترلاسه شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر په خپل راپور کې زیاته کړې: « د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان له مخې، په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو مرستو او خوندیتوب لپاره ۱.۷۱ میلیارده امریکایي ډالرو ته اړتیا ده، خو د اکټوبر میاشتې تر پایه یوازې ۵۵۰ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي. په دې توګه د ټولې اړینې بودیجې ۶۸ سلنه برخه لا هم نه ده تمویل شوې.»

راپور کې راغلي،  د بودیجې کمښت د دې اندېښنې د زیاتېدو لامل شوی چې یو شمېر زیانمنې کورنۍ ښايي د ژمي په موسم کې له کافي خوراکي توکو، تودوخې او نورو اړینو مرستو بې‌برخې پاتې شي.

خو شنونکي بیا په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره، د  بشري مرستو دوام مهم بولي او په کور دننه پانګونه د دې ستونزو د حل لپاره یو له مهمو ګامونو ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد عیسی مبارز وايي: « د بشري مرستو لړۍ باید افغانستان ته جاري وي، ترڅو وکولی شي خپل راتلونکی سره جوړ کړي او له موسم ځان وباسي. بله خبره دا ده چې که موږ په دې کار وکړو چې له خپلو کانونو او معدنیاتو څه ډول ګټه واخلو، د هر کان او معدن د کیندلو او خلکو ته د کار زمینې برابرولو سره به د خلکو اقتصاد ښه شي او بیا به بشري مرستو ته اړتیا ونه لرو.»

بشري مرستندویه سازمانونه اندېښنه لري چې د بودیجې دا کمښت به د ژمي په موسم کې اړمنو کورنیو ته د خوړو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او تغذیې د مرستو رسولو بهیر محدود کړي.

د دوی په وینا، که د مرستو لپاره اړینې مالي سرچینې برابرې نه شي، ښايي ګڼې زیان‌منونکې کورنۍ د ژمي په سختو شرایطو کې له حیاتي بشري مرستو بې‌برخې پاتې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي
افغانستان

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي
افغانستان

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

نوومبر 19, 2026
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل
افغانستان

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

نوومبر 19, 2026
جرمني د اسلامي امارت څلور نور ډېپلوماټان منلي دي
افغانستان

جرمني د اسلامي امارت څلور نور ډېپلوماټان منلي دي

نوومبر 19, 2026
تاجیک سفیر: تاجیکستان غواړي له افغانستان سره ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي
افغانستان

تاجیک سفیر: تاجیکستان غواړي له افغانستان سره ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي

نوومبر 19, 2026
د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي
افغانستان

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

نوومبر 18, 2026

وروستي خبرونه

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

نوومبر 19, 2026
سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نوومبر 19, 2026
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

نوومبر 19, 2026
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

نوومبر 19, 2026
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

نوومبر 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist