په هرات ولایت کې د زعفران ګل یوولسم پړاو جشن او مېله، د زعفرانو د حاصلاتو، تولید او بازار موندنې د ودې په موخه جوړ شو.
د افغانستان زعفران کارانو ټولنې مسوولین سږ کال د زعفرانو په حاصلاتو کې د ۴۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.
د دوی په خبره، په پام کې ده سږ کال له شاوخوا ۱۴ زره هکټاره ځمکو څخه، شاوخوا ۷۰ ټنه زعفران ترلاسه شي.
د افغانستان زعفرانو ټولنې رییس، محمد ابراهیم عادل وايي: « سږ کال زموږ د تولید کچه ډېره لوړه ده. تر راتلونکو شلو ورځو به زموږ کروندګر د زعفرانو ګل راټول کړي او ښايي تر ۷۰ ټنو پورې تولید ولرو.»
په ورته مهال، د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم روان کال کې د زعفرانو صادراتو له زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، د روان کال لومړیو اوو میاشتو کې د څه باندي ۴۷ میلیون ډالرو په ارزښت، څه باندي ۳۱ ټنه زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي.
د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه آمر، محمد یوسف امین وايي: « له نېکه مرغه سږ کال ۳۱ زره ۴۴۸ کیلو زعفران له هېواده بهر صادر شوي چې ډالري ارزښت یې ۴۸ میلیونه ۳۱۵ زره امریکايي ډالر کېږي. دا کچه د تېر کال د اوو میاشتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او تر ډېره اروپایي ټولنې، عربي هېوادونو، د امریکا متحده ایالتونو ته صادر شوي او ښې پایلې مو ترلاسه کړې دي.»
د هېواد په بازارونو کې دامهال د یو کیلو غوره زعفرانو بیه له اتیا زره افغانیو څخه لوړه ده.
کروندګر که څه هم سږکال د زعفرانو حاصلاتو زیاتوالي ته خوښ دي، خو د زعفرانو پروسېس او بسته بندۍ په برخه کې د امکاناتو کمښت، همدارنګه د صادراتو او پیسو لېږدولو برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
کروندګر، شهنواز مدد اسحاقزی وايي: « زعفرانو سږ کال ښه وده کړې او دغه راز د پروسېس، بسته بندۍ او صادراتو په برخو کې هم یوڅه امکانات برابر شوي، خو ستونزې هم شته. که څه هم زموږ ستونزې پخوا تر ۸۰ سلنو وې، خو اوس هم تر ۳۰ سلنو ستونزې لرو؛ په ځانګړې توګه د صادراتو او د پیسو د لېږد را لېږد په برخو کې.»
کروندګر، ضیاالحق وايي: « د خدای فضل دی سږ کال د زعفرانو ښه کښتونه لرو. سږ کال خلکو ته پوهاوی هم ورکړل شوی و، نو ښه برابر حاصلات لرو.»
کروندګر، جلیل احمد کریمي وايي: « د افغانستان زعفران تر ډېره په هند کې خرڅېږي، عربستان، چین او اروپايي هېوادونو ته ډېر صادرېږي. د صادراتو په برخه کې یې ستونزې دا دي چې د پیسو په لېږد رالېږدې کې ځنډ او خنډونه شته.»
دا په داسي حال کې ده چې افغان زعفرانو د لوړ کیفیت او ځانګړي خوند له امله په نړیواله کچه لس ځله لومړی مقام خپل کړی او د هېواد له مهمو کرنیزو صادراتي محصولاتو ګڼل کېږي.