Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/19

پوهنې وزارت هغه زده کوونکي ستایلي چې په رباټیک  او ساینسي علومو کې یې لاسته راوړنې درلودې.

دې وزارت د یو لړ ځانګړو مراسمو په لړ کې د ټولو ولایتونو  هغه زده کوونکي په ستاینلکونو او یو شمېر مادي جوایزو وستایل چې شاوخوا ۷۰ پروژې نندارې ته وړاندې کړې وې.

چارواکي وايي،  زده کوونکي دې د دیني زده کړو ترڅنګ په عصري او تخنیکي زده کړو هم تمرکز زیات کړي، ترڅو  د هېواد د ابادۍ په برخه کې خپله اغېزناکه ونډه ثباته کړي.

د پوهنې وزیر، سید حبیب الله آغا وايي: « ولې موږ کوښښ نه کوو چې خپله ډاکټران و روزو، درمل جوړ وکړو او په خپل وطن کې خپل دین زده کړو او د نورو هېوادونو مدارسو ته لاړ نه شو. موږ باید خپل باکیفیته علما وروزو، علوم ولرو او ورسره عصري علومو کې هم کوشش وکړو. دا په دې نیت وکړو چې زه د الله د بندګانو خدمت کوم.»

د نصاب ښوونیز او ټکنالوژۍ ریاست عمومی رییس، اول ګل ایوبي وايي: « غرض مو دا دی چې د ساینسي علومو زده کول زموږ لپاره فرض کفايي دي، ترڅو په دې علومو د خپل وطن دفاع وکړو، ښه سړکونه، ښه روغتیايي مرکزونه، ښه مکاتب، مدرسې او ډاکټران ولرو.»

په ورته مهال، په دې پروګرام کې برخوالو زده کوونکي ویلي، دا ډول پروګرامونه د دوی ترمنځ د سالم رقابت، فکري ودې او نوښت روحیه پیاوړې کولی شي.

دوی زیاتوي،  دا ډول سیالۍ زده‌کوونکو ته ښه فرصت برابروي، ترڅو خپلې وړتیاوې، استعدادونه او نوښتونه وپېژني او د نورو پر وړاندې یې د نندارې لپاره وړاندې کړي.

زده کوونکی، عبدالرحمن وايي: « زموږ توقع دا ده چې عصري علوم د هېواد هر ګوټ ته ورسول شي، ترڅو زموږ ټول وګړي تعلیم یافته شي. موږ په خپل هېواد کې ښه استعدادونه لرو، خو امکانات په واک کې نه لري، که چېرې امکانات ورکړل شي، ښايي ډېرې ښې لاسته راوړنې ولري.»

زده کوونکی، ضیا الحق وايي: « موږ دلته راغلي یو چې په ښوونځیو کې تجربه کړي او جوړ کړي څیزونه نندارې ته وړاندې کړو، ترڅو مسوولین دغه اختراعات وګوري او له موږ څخه ملاتړ وکړي.»

بله خوا، په دې غونډه کې د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم د دیني او عصري علومو پر زده‌کړو ټینګار وکړ او ویې ویل، ځوانان د هېواد په راتلونکي کې مهم رول لري او د افغانستان ځوان نسل کولی شي د خپلو وړتیاوو او مهارتونو په لوړولو سره د هېواد بشري اړتیاوې پوره او د ځان بسیاینې په برخه کې مهم ګامونه واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي
افغانستان

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي
افغانستان

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

نوومبر 19, 2026
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی
افغانستان

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

نوومبر 19, 2026
جرمني د اسلامي امارت څلور نور ډېپلوماټان منلي دي
افغانستان

جرمني د اسلامي امارت څلور نور ډېپلوماټان منلي دي

نوومبر 19, 2026
تاجیک سفیر: تاجیکستان غواړي له افغانستان سره ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي
افغانستان

تاجیک سفیر: تاجیکستان غواړي له افغانستان سره ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي

نوومبر 19, 2026
د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي
افغانستان

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

نوومبر 18, 2026

وروستي خبرونه

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

نوومبر 19, 2026
سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نوومبر 19, 2026
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

نوومبر 19, 2026
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

نوومبر 19, 2026
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

نوومبر 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist